روسیي چارواکو د پوځي استخباراتو د ادارې مشر د مړينې خبر ورکړی

(کابل ټکی کام : سه شنبه، مرغومی ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل):
کریملین په خپل یوه بیانه کې د دغه هېواد د پوځي استخباراتو مشر د مړنې خبر ورکړی .
دغه اعلان تېره ورځ کریملین د یوې بیانيې په ترڅ کې کړی دی.
کریملین پرون په یوه بیان کې وویل، د ګرو “GRU” په نوم د پوځي استخباراتو د ادارې مشر”اېګور سیرګون” ناڅاپه مرګ مړ شوی .
او زیاته یې کړه د روسيې ولسمشر ولادي میرپوتین د نوموړي کورنۍ او خپلوانو ته خواخوږي و ښودله .
۵۸ کلن سیرګن چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د دې ادارې د مشر په توګه په دنده وګومارل شو مخکې د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز هم پاتې شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د کریملین په دغه بیانيه کې د نوموړي د مړینې علت نه دی څرګند شوی.
سليم بریال



