بېړنۍ خبر:

په ننګرهار کې پنځه هغه عالمان چې داعشیانو ترې سرونه پرې کول د طالبانو له لوري ازاد کړل شول

کابل ټکی کام فرید احمد

د یوې مؤثقې منبع له قوله چې طالبانو په نازیانو کې د داعشیانو مرکزونه له منځه وړي دي او یو شمېر سیمې یې هم ترې نیولي دي.

راپور وايي چې جګړه کې په لسګونه داعشیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

جګړه لا هم روانه ده او افغان ځواکونو د طالبانو د ځپلو لپاره د داعشیانو سره د مرستې په موخه د طالبانو په سیمه ډزې کوي.

په سیمه کې هغه پنځه عالمان چې د داعشیانو له لوري د سرونو پرېکولو حکم پرې شوی وو هم آزاد کړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې نړی کې ټولو جهادي ډلو او  دیني عالمانو د داعشیانو په خلاف د خوارجو فتوا صادره کړې ده او آن تردې چې ددوی په خلاف یې جهاد فرض بللی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button