نرېندرا مودي افغان ځواکونه مېړني وبلل

کابل ټکی کام شهرت وردګ

تېره ورځ د افغانستان په شمال کې د هندوستان پر کنسلګرۍ یو برید ترسره شو، چې په نتیجه کې یې لسو زیاتو ملي اردو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته، او برید د بریدګرو له وژل کېدو سره پای ته ورسیدو.

راپورونه وايي چې ښاغلي نریندرا مودي پرون د افغانستان له ولسمشر غني سره د برید په تلفون خبرې وکړې او دواړو مشرانو په مزارشریف کې د هندوستان پر کنسلګرۍ برید وغانده.

مودي افغان ځواکونه وستایل او زیاته یې کړه چې دوی په بهادرۍ سره وکولای شوای چې برید ګر له منځه یوسي.

مودي همداشان غني ته اطمنان ورکړ چې هند به د تل لپاره د افغانستان ملاتړی واوسي.

د تلفوني خبرو په دوران کې غني هم په خپل وار سره د هندوستان د پنجاب صوبې په پټان کوټ سیمه کې د دغه هیواد پر هوايي ځواکونو برید وغانده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button