په مزار شریف کې د هندوستان له کنسلګرۍ سره نږدې جنګي فلمي صحنې ولې ډکې شوې؟

کابل ټکی کام تحلیل: احمدي عبدالله

تېره ورځ د افغانستان په شمال مزارشریف ښار کې د هندوستان په کنسلګرۍ هغه مهال ناتاره ډزې پیل شوې چې په هندوستان کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د فوټبال د پای لوبې سیالي پای ته ورسیده، خو دا مالومه نشوه چې د مزار شریف لوبه چا او ولې پیل کړه؟

هندوستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په افغانستان کې په ښکاره ډول لاس وهنه کوي او د کلتوري برید سره سره د افغانستان خاوره زمونږ د ګاونډیو په خلاف هم کاروي، او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره یې په ننګرهار او کندهار کې کنسلګرۍ هم پرانیستې دي.

په افغانستان کې آزاد سیاسي څيړونکي د هندوستان ډيپلوماتانو ته دویم نوم د (شمالي ټلوالې مشاورین) اخلي، ځکه چې د شمالي ټلوالې ټول مشران په سخت وخت کې د هندوستان سفارتخانې ته مراجعه کوي او ورڅخه مرسته غواړي.

په افغانستان کې د اشغال په خلاف د ملت پاڅون یوازې د افغاني طالبانو (امارت) لخوا رهبري کیږي او د ټول پاڅون د هر وړوکي او ستر فعالیت لپاره یې یوه ویبپاڼه او دوه ویندویان ټاکلي دي، چې هر کار وشي نو له دوی سره د ساحې قمندانان او ټاکل شوي والیان، یا د فدایي بریدونو رهبران اړیکې نیسې او د منظمو اصولو له مخې د پيښې پړه په غاړه اخلي.

کله هم داسې پيښه نده رامنځ ته شوې، چې یوه واقعه دې شوي وي، طالبان یې مسؤلیت په غاړه واخلي او بیرته ځينې تیر شي، که څه هم طالبان یوه جهادي ډله ده، د پاشلو لپاره یې په خلاف د ګاونډیو په شمول ټول هیوادونه کار کوي، خو ددوی منظم په اصولو ولاړ ترتیب له سترو ابر قدرتونو څخه هم بهتر او خوندور دی، ډیر ځله په عراق او افغانستان کې ناټو او امریکایانو د پيښې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړي دي، او حتی له خپلې خبرې ځینې تیر شوي دي، داسې پيښې خو ډيرې شوي دي چې د امریکا پنټاګون (نور طالبان نه په نښه کوو) بیان ورکړی دی خو د کانګرس او د رئیس جمهور لخوا یې رد شوی دی، ډیر ځله رئیس جمهور یې (اوباما) له افغانستان نه د فوځونو د ایستلو لپاره تاریخ ورکړی دی خو پنټاګون یې په خلاف د نورو عسکرو د لیږو خبرونه نشر کړي دي.

په هر حال، په مزارشریف کې دغه فلمي صحنې ولې ډکې شوې، هدف څه وو، له پيښې سره سم سیمې ته ولې د شلو عکاسانو په شمول په لسګونه عسکر ورسیدل او هلته یې ډزې شروع کړې، جګړه پیل، او په منظم ډول د فلم صحنې ډکې شوې، هر ټک او ډز بیل بیل په ټولنیزو رسنیو کې د مشهورو راډیو ګانو او ټلویزونونو له لوري د هالیووډ، او بالیووډ د فلم د سمپل په طرز خپرېدو، که څه هم دا قضاوت کول ډیر ګران کار دی چې پيښه به چا کړي وي، خو دلته به د بعضو اړخونو یادونه وکړو ترڅو هر کتونکۍ د خپل ذهن مطابق اخذ ځینې وکړي.

څه موده وړاندې د کابل میشتو لاسپوڅو د خوشالتیا لپاره، او په امریکا کې ډیموکراتانو د آینده انتخاباتو د ښه کمپاین چلولو لپاره، د امریکا په اشاره پاکستان اعلان کړه چې په افغانستان کې د سولې لپاره به د زړه له تله کار وکړي او طالبان به دې ته قانع کړي چې له افغان دولت سره خبرې پیل کړي چې پدې کار سره د افغانستان په دولت کې واکمن جناح شمالي ټلواله او بادار یې هندوستان خوښ نه بریښیدل، او شمالي ټلواله خو په زغرده همیشه له طالبانو سره د خبرو او سولې اړخ رد کړی دی، ځکه که بالفرض دا کار وشي، نو پدې سره به شمالي ټلوالې ته د پای ټکی کیښودل شي، او د ابد لپاره به له افغانستان څخه د هندوستان لاسونه لنډ شي. هندوستان به نور ونشي کولای چې د افغانستان خاوره د افغانستان د ګاونډیو په خلاف استعمال کړي.

د پاکستان له دې اعلان سره، تر بل هر وخت په افغانستان کې د پاکستان په اړه شکونه کم شوي وو، څه موده وړاندې فارسي بي بي سي د پاکستان د فوځ له پخواني مشر او د ملک پخواني جمهور رئيس پرویز مشرف څخه په مرکه کې دا پوښتنه وکړه چې ولې په افغانستان کې د زړه له کومې سولې ته کار نه کوي، او یا خو دې طالبان له منځه یوسي او یا یې خبرو ته کینوي، د مشرف ځواب ډیر عجیب او په زړه پورې وو، له درواغو خالي او ښه يې په ډاګه کړه، چې د افغانستان په طالبانو یوازې اثر له دې وجې کارولی شي چې د اکثرو کورنۍ یې ددوی په ملک کې اوسیږي، خو ددوی په امر سره طالبان نه چلیږي، دی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو نظام نشي زغملای، ځکه چې له هغوی خطره ویني، او نه مشرف پدې باور دی چې د افغانستان طالبان ښه او د پاکستان بد دي، هغه په ډاګه کړه چې طالب دواړه بد دی، ښه نلري، او د دواړو په خلاف باید کار وشي، خو چې د افغاني طالبانو په خلاف کوم عمومي اقدام نکوي، وجه یې په افغانستان کې د هندوستان ښکاره فعالیتونه وښودل، او زیاته یې کړه چې د پاکستان په خلاف د افغانستان خاوره د هندوستان لخوا کارول کیږي، نو ځکه هم د افغانستان طالبانو په خلاف په پاکستان کې عمومي عملیات نه ترسره کوي.

اوس چې اشرف غني او پاکستان دواړه یوې سلا ته سره رسیدلي وو، که هغه په هر قیمت وي خو غني ورسره منلې ده، چې د طالبانو په ختمولو کې له هرڅه ورته تېر دی، او شمالي ټلواله د هندوستان په شمول سمدلاسه ددې هڅو د مخنیوي لپاره کار په لاس شوي دي.

مزارشریف چې د شمالي ټلوالې مهم مرکز بلل کیږي، ولې داسې پيښه پکې رامنځ ته کیږي، او بیا د کامرې په مخ د والي له لورې هم جګړه کې برخه اخیستل کیږي، هغه والي چې ځان ته یو مستقل جمهور رئيس وايي، یو میلیاردر تاجر دی چې داسې کسان همیشه له مرګ څخه تر بل هرچا زیات نفرت لري، ډیر ډاډه د جګړې لیکې ته ورځي او ټوپک په لاس د فلم صحنې عکاسي کوي.

دا نه وایم چې پيښه به مستقیماً یوه فلمي صحنه وي هیڅ مرګ ژوبله به یې نه وي اړولې، خو چې څوک پکې وژل شوي د هغوی خو دې لږ پوښتنه وشي، هغه به یا ناخبره ملي اردو ځوان وي او یا به بریدګر وي.

د برید ګرو په اړه مونږ دا نه وایو، چې برید به د یو داسې لوري څخه نه وي شوی چې هغه د هندوستان سره په جګړو بوخت دي، هغوی خو هسې هم داسې موقع له خدایه غواړي، خو چې زمینه چا ورته برابره کړې، د پورتنیو دلایلو پر بنیاد ښه اند کولای شو.

پدې خو ټول دنیاوال قانع دي چې طالبان کله هم درواغ نه وايي، همیشه چې کومه خبره وکړي هغه هماغسې وي، له جګړې څو ساعته وروسته طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې نه یې برید کړی دی او نه هم پوهیږي چې د چا له لوري به شوی وي.

نو په زغرده وایو چې بریدګر هغه څوک ندی چې د افغانستان د آزادۍ لپاره هره ورځ خپل سرونه نظرانه کوي، او نه هم مقابل لورۍ هغه وارخطا قمندان او والي دی چې د طالب د ګذار له وېرې د رسنیو تلفون هم نشي ځوابولی، دواړه اړخونه په ډير اطمنان د جګړې لیکې ته داخلیږي، بریدګر ته په هغه سیمه کې چې په مزارشریف کې تر بلې هرې ساحې حساسه ده یو کور خالي کیږي او له هغې جګړه پیل کیږي، مقابل لورۍ هم په ډير اطمنان د لوړ پوړو چارواکو په شمول صحنې ته داخلیږي او له دې وجې چې په کار اچول شوی ترتیب یې ښه کامیاب شو د خوښۍ رڼايي یې پر مخ پړکونه کوي.

ترڅو چې شمالي ټلواله چې دهر غړي یې بېل بېل د غلامۍ کړۍ په غاړه کې پرته ده، په افغانستان کې شتون ولري، سوله مو ولا که ترې ولیدله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button