(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۹)
د سعودي عربستان دولتي تلويزيون وايي، شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد سره د شل ميليارده ډالرو په ارزښت بيلابيل تړونونه لاسليک کړي دي.
د سعودي شهزاده محمد بن سلمان وړمه شپه د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته ورسېد او هلته ورته له الوتکې د ښکته کېدو پر مهال د ۲۱ توپونو سلامي او لوړ دولتي تشريفات ترسره شول.
محمد بن سلمان يوې غونډې ته په خپله وينا کې وويل: په لومړي پړاو کې د شل ميليارده ډالرو په ارزښت تړونونه ډير دي او دا به په راتلونکو کلونو له دې هم زيات شي چې د دواړو هېوادونو ګټه پکې ده.
دغه راز د پاکستان لومړي وزير عمران خان د خپلې وينا پر مهال د سعودي له خوا د تيلو پاکولو، پېټروليم او نورو برخو کې د سرمايه ګذارې هرکلی وکړ.
دا د سعودي شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته لومړی سفر دی چې دوه ورځې به په دغه هېواد کې پاتې شي او له هغې وروسته ټاکل شوې چې هند ته هم سفر وکړي.

















