شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

پر افغان حکومت د طالبانو بل سیاسي ګوزار

ح جلال نشرونکی: ح جلال
فبروري 18, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
13
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مسعود ارین—

په عنوان کې مې چې د ( بل)  ټکی راوړ نو دا مانا، چې تر دې وړاندې هم افغان حکومت د طالبانو سیاسي ګوزارونه خوړلي  دي.

دا هم ولولئ

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

له کومه وخته چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتلی، د افغانستان په اړه یې ارادې ډیرې خړې ښکاره کیدې چې له همدې امله یې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي هم ډېره وروسته اعلان کړه خو چا چې ټرمپ ته په افغانستان کې د پاته کیدو مشوره ورکړې وه او ټرمپ یې خبره منلې، لږ وخت وروسته په افغانستان کې حالات ډېر بدل ولیدل او په ښکاره ډول د ټرمپ ستراتیژي سل په سلو کې ناکمه ثابته شوه.

هر کله چې ټرمپ د افغانستان حالت سم مطالعه کړ او په دې پوه شو، چې څومره زر کیږي، باید له افغانستانه پښې راسپکې کړي، نو یې سمدلاسه د عقل او منطق هغه لار اختیار کړه، چې طالبانو ورته اتلس کاله وړاندې وړاندیز کړی وو او ډېر ژر یې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله او وزارت د ټرمپ له لارښونې سره سم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ مرکچي ټیم وټاکه ترڅو د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو له لارې د افغانستان مسئله حل و فصل کړي.

په دې وخت کې نو د طالبانو هغه وخت وو، چې په ډېره ځلیدنکې توګه سره د سیاست نړۍوال سټېج ته راووتل او د نړۍ والو په وړاندې افغان حکومت پیکه او کمزوری ښکاره شو، که څه هم د طالبانو سیاسي هلې ځلې تر دې وړاندې هم تر خپله وسه او د خپل فعالیت له دائرې سره سمې روانې وې، خو دا هغه وخت وو چې نور نو طالبان د یو قوي پوځي ځواک ترڅنګ په نړۍ کې په سیاسي ځواک هم وپېژندل شول.

له دې وروسته د طالبانو سفرونه په ښکاره ډول ترسره کیدل شروع شول، د استازو یې اکثره هیوادونو ته سفرونه، په ابوظبۍ کې غونډه، په روسیه کې له یو قوي سیاسي درېځ سره په غونډه کې ګډون، د سعودي عرب له لوري ورته دې هېواد ته بلنه او د دوی له لوري یې رد، همدا رنګه د پاکستان له لوري اسلام اباد ته په ورتګ ټینګار او د طالبانو له لوري یې په زغرده توند ځواب، له امریکایي ټیم سره شپږ ورځې مهمې خبرې او بیا ورپسې د افغاني جهتونو سره په مسکو کې غونډه، دا ټول د طالبانو لخوا په افغان حکومت هغه سیاسي ګوزارونه ول، چې اوس یې اشرف غني او حکومت داسې یواځې کړي، چې د نړیوالو رسنیو د سر خبرونه په همدې موضوع پیلیږي: اشرف غني تنها او حکومت یې منزوي دی.

په پام کې وه، چې د روان کال د فبرورې میاشتې په ۱۸ مه نیټه به د طالبانو یو پلاوی د پاکستان په غوښتنه دې هیواد ته سفر وکړي او د امریکایي ټیم سره د خبرو تر څنګ به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم د افغان مهاجرینو او تاجرانو په ستونزو سره وغږیږي.

افغان حکومت د دې له ډاره چې بیخي به یې حیثیت له صفر سره ضرب شي د دې کار د مخنیوي په خاطر ملګرو ملتونو ته یو له مایوسۍ ډک لیک ولیږه او غوښتنه یې وکړه، چې دا کار باید ونشي؛ ځکه چې زموږ حیثیت ته به سخته ضربه ورسیږي او بالمقابل طالبان به بیخي د موازي حکومت شکل اختیار کړي.

په دې وخت کې افغان حکومت ته د وعده ورکونکي “سعودي” ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د طالبانو تر منځ د لیدو کتو خبرونه هم خپاره شول، چونکه سعودي افغان حکومت ته ویلي وو، چې طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته اماده کوي، نو له موقع نه په استفادې محمد بن سلمان ممکن د پاکستان له لوري په طالبانو ځیني ناروا او د دوی له اهدافو سره ټکر فشارونه راوړي وي چې په دې توګه سره طالبانو بیرته د پاکستان غونډه لغوه اعلان کړه او د دې په خاطر چې خپل حریف افغان حکومت تر یو بل ټینګ سیاسي ګوزار لاندې راولي وویل، د ملګرو ملتونو او د امریکا د تور لیست له امله د دوی غړو پاکستان ته سفر ونکړای شو، نو ځکه غونډه لغوه اعلان شو، که رښتیا داسې وي، نو دا د ابوظبۍ، روسیې او نورو هیوادونو د غونډو پر مهال دا ملګري ملتونه او تور لیست چیرته وو؟

طالبانو په دې کار سره د افغانستان حکومت ته داسې ګوزار ورکړ، چې  په دې سره به د دوی سیاسي حرکت نور هم پیاوړی شي او برعکس د افغان حکومت په اړه به هغه باور نور هم پیاوړی کړي، چې د سولې په مخ کې خنډونه جوړوي.

وایي: خپله لاسه ګله لاسه. نو افغان حکومت ته هم اوس دغه ورپېښه ده، هر څه له خپله لاس ورپیښ شول، نه د دین شو نه د دنیا، هم یې هغه ګټه له لاسه ورکړه چې محمد بن سلمان په تمه کړی وو او هم یې د سولې ضد اقدام یو بل داغ هم په تنډه ولګاوه

مخکینې مطلب

سعودي له پاکستان سره د شل ميليارده ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړل

بل مطلب

جرمني طالبانو ته د دوهم بُن کنفرانس جوړولو وړانديز کړی

ځانګړي مطالب

خبرونه

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۸۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۸۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com