جرمني طالبانو ته د دوهم بُن کنفرانس جوړولو وړانديز کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۹)

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، جرمني له طالبانو سره اړيکې لري او هغوی ته يې د دوهم بُن کنفرانس د جوړولو وړانديز کړی دی.

د سرچينې په وينا، جرمني هڅې پيل کړي څو په افغان سوله کې همکاري وکړي او تر دې مخکې يې څو ځلې طالبانو ته په خپل هېواد کې د دفتر پرانيستو هم ويلي ترڅو له جرمني خپل سياسي مسائل مطرح کړي.

ويل کېږي، د بُن دوهم کنفرانس جوړولو لپاره جرمني چمتووالی نیسي او په همدې تړاو يې ښکيلو غاړو سره خبرې کړي دي.

تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

خو د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند رينيرو برول د تيرې جمعې په ورځ شپېګل مجې ته ويلي و، جرمني هڅه کوي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې غونډه جوړه کړي او د دغه ډول غونډې جوړولو لپاره يوه طرحه هم چمتو شوې ده.

جرمني دا مهال په افغانستنا کې دوولس سوه عسکر لري او څه موده وړاندې يې د خپلو عسکرو د يو کال لپاره د وخت د تمديدو خبرو ورکړ خو تر اوسه وروستۍ پريکړه نه ده شوې.

دغه راز تيره ورځ د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلاميرکل چې د مونيخ په کنفرانس کې يې خبرې کولې وويل: که امريکا خپل ځواکونه له افغانستانه اوباسي نو دوی به هم خپل عسکر د جګړې په اور کې یوازې پرېنږدې او دغه هېواد به خوشې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې تر دې په افغانستان کې د خپلو ځواوکونو د کمولو اعلان وکړاو یو ځل بيا يې وويل، که امریکا طالبانو سره يوې موافقې ته ورسېږي نو له دغه هېواده به ټول امریکايي عسکر اوباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button