(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۹)
په امريکا کې يوه اووه کلن کوچني ته د دنيا تر تولو تيز منډې وهونکي نوم ورکړل شوی دی.
دغه ماشوم “رډولف بليز” نوميږي چې په سوشل ميډيا يې انځورونو او ويډيوګانو خلک حيران کړي دي.
اووه کلن کوچني ماشوم څو ورځې مخکې د امريکا په فلوريډا ايالت کې د منډې وهلو په يوه مسابقه کې برخه واخيسته چې په ۱۳.۴۸ ثانيو کې يې ۱۰۰ متره منډه ووهله.
رډولف په څلور کلنۍ کې منډه پيل کړې او تر اوسه يې په کوچني عمر کې د تيزې منډې وهلو ريکارډ جوړ کړی دی.
رډولف تر اوسه د سرو زرو ۲۰ مډالونو د ترلاسه کولو په شمول ۳۶ ډوله انعامونه ګټلي دي.
د منډې وهلو دغه کوچنی لوبغاړی وايي، منډه وهل يې عادت او خوښېږي او د تيزې منډې وهلو لپاره زياته هڅه کوي.
د منډې وهلو محققينو چې کله د رډولف د تيزې منډې ويډيو وکتله نو ويې ويل: دغه کوچنی په خپل بدن غير معمولي کنترول لري او دا صلاحيت ډير کم په لويو وزرشکارانو کې پيدا کېږي.


















