شپنيو عملياتو کې يوه لويه ديني مدرسه سوځول شوې او ملکيانو ته مالي زيان اوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۳۰)
د ګډو ځواکونو د شپنيو عملياتو پر مهال د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې یوه لويه ديني مدرسه، ګڼ دوکانونه او د خلکو کورونه سوځول شوي دي.
د تګاب اوسېدونکي وايي، دغه عمليات تيره شپه د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا شوي چې په ترڅ کې يې د “حميدالمدارس” په نوم يوه لويه ديني مدرسه چې د هېواد د ستر صوفي مياګل جان آغا مدرسه او خانقاه وه سوځولې ده.
دوی وايي، په مدرسه کې سلګونه قران کريمونه، ديني او عصري کتابونه هم سوځېدلي دي زیاتوي د مدرسې ترڅنګ د مياګل جان آغا د زوی کورونه نړولي او په نږدې بازار کې ګڼ دوکانونه يې هم سوځولي دي.
که څه هم په دغه پېښه کې څوک وژل شوي نه دي خو ځايي اوسېدونکي وايي یو تن ټپي شوی اودوه تنه نور ګډو ځواکونو له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
د مدرسې ښوونکي او زده کوونکي وايي، په ياده مدرسه کې يوازې ديني او عصري زده کړې کېدلي او هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.
تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي خو طالبانو د بهرنيانو دغه ډول کړنې جنایت او وحشت بللی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان او بهرني ځواکونه په خپلو عملياتو کې مدرسې او بازارونه نړولي بلکې تر دې مخکې يې د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د عامو خلکو کورونه، دوکانونه او آن بشپړ بازارونه نړولي خو حکومت يې په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.
ويل کېږي، د صفریو، صفر دوه او صفر درې ځانګړې قطعې د امریکايانو تر مستقيمې قوماندې لاندې دغه ډول عمليات کوي.



