امريکا: وسله وال بريد کې څلور تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۳۰)

د امريکا په مشيګان ايالت کې په يوه وسله وال بريد کې د ماشومانو په شمول څلور تنه وژل شوي دي.

د مشيګان ایالت پوليسو رسنيو ته ويلي، په دغه پېښه کې درې کوچنيان او يو بل تن وژل شوی زیاتوي چې تر اوسه د پيښې انګيزه نه ده معلومه خو برید کوونکی تښتېدلی دی.

پوليس وايي، د بريدکوونکي پلټنه يې پيل کړې او تر پيدا کېدو وروسته به له رسنيو سره بشپړ معلومات شريک کړي.

د امریکا په بیلابيلو ايالتونو کې يو ځل بيا وسله والو بريدونو زور اخيستی چې تر ډيره په ګڼ ميشتو ځايونو کې ترسره کېږي.

شاوخوا درې ورځې مخکې د امريکا په شيکاګو ايالت په ارورا ښار کې هم د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د پنځو پوليسو د ټپي کېدو په شمول لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په تير ۲۰۱۸ميلادي کال کې هم په امريکا کې پراخ وسله وال بريدونه ترسره شوي چې ډيری امريکايانو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button