د افغان حکومت لخوا د مدرسو او مسجدو په نښه کول څه په ډاګه کوي؟

ليکنه: خاکسار

له تېرو اتلسو کلونو راپدې چې امريکايي وحشي پوځ په افغانستان باندې خپل وحشيانه او ناقانونه يرغل تر سره کړی دی، افغان ولس ښه ورځ نه ده ليدلې. افغان ولس د دغه يرغل له امله يوازې ځان او مالي توان نه دی ليدلی بلکې وار په وار يې د  غربي ځناورو او داخلي غلامانو لخوا د مقدساتو توهين هم کېږي.

که څه هم افغان دولت ځان داسې بولي چې ګواکې د عام افغان ولس له لوري منتخب او مشروع؟؟ حکومت دی،  مګر کله چې طالبان د حکومت پر عسکرو، اردو او نورو منسوبينو سخت او تندريز بريدونه وکړي نو افغان دولت بيا د خپلې عادت له مخې د طالبانو د بريدونو غچ له عام ولس، ښځو، ماشومانو، بې ګناه وګړو او ان له اسلامي مقدساتو څخه اخلي. چې دا ډول کارونه د دې سبب او لامل ګرځېدلي دي چې د ولس او حکومت تر منځ فاصله، چې وار د مخه لا موجوده وه؛ نوره هم لرې کړي او عام ولس له حکومت څخه بېزاره کړي.

حکومت د خپل غلام فطرت او همېشني عادت له مخې نن خپل کومانډويان او په نورو نومونو اجرتي قاتلان د خپلو خارجي بادارانو په مرسته د کاپيسا ولايت، تګاب ولسوالۍ، د بدراب سیمې ته لېږلي دي تر څو هلته د (حميديه مدرسې) په نوم مدرسه ونړوي، چې له بده مرغه دغو اجرتي قاتلانو په ډېر وحشيانه ډول نوموړې ديني درسګاه نړولې او د دې پواسطه يې اسلام دښمنه يهوديان او او صليبيان خوشحاله کړي دي. کېدای شي د غرب ځناوران په دې باندې دوی ته د دې مدرسې په نړولو باندې څه زهر او سنتيا ورکړي.

افغان ولس ته که څه هم لا له پخوا څخه معلومه شوې ده چې پر دوی حاکم نظام د دوی نه بلکې د غرب ګټو ته وفادار او ژمن دی، خپل هر څه پر غرب پلوري، تر څو ورڅخه د دغو ناوړو کارونو اجوره واخلي، مګر نن لا هم ښه وځلېده چې د امريکا دغه اجرتي قاتلان هېڅکله پر خپل ولس رحم نه لري بلکې لا په دې هڅه کې دي تر څو خپل ولس د بل په امر په اور او لمبو کې وسوځوي.

د امریکا د منځته راوړي دولت له دې او دې ته ورته کړنو څخه دا په ډاګه کېږي چې نوموړی دولت هېڅکله هم د افغان ولس لپاره سولې او روغې ته ژمن نه دی، بلکې لا غواړي چې پر افغان ولس رنګارنګ ظلمونه وکړي چې دا دی نن يې د ټول اسلام په مقدسه درسګاه (حميديه ديني مدرسه) بې رحمانه او وحشيانه بريد کړی او نړولې يې ده.

د ولسمشر غني په منځته راغلي دولت کې دا څووم ځل دی چې د افغان ولس پر ديني مقدساتو له وحشته ډک بريدونه تر سره کېږي او دا ډول بريدونه بيا افغان ولس ته بلکل د زغملو وړ نه دي او دغه اجرتي قاتلان دې دا هم واوري، چې افغان ولس ته دې د نړۍ د نورو مظلمو ولسونو ګومان نه کوي، بلکې د خپل مرګ لپاره يې لاره خلاصه کړه او د خپل ژوند د خاتمې بهانه يې برابره کړه.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button