اروپا اندیښمنه ده چې امریکا به له افغانستانه ناڅاپي کډه بار کړي

(کابل ټکی کام  ۱۳۹۷ کب ۱)

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی چې، اروپایي چارواکي د امریکا په اراده اندیښنه لري چې هسې نه امریکایان یې په په افغانستان کې پر یواځې ډګر پریږدي.

ورځپاڼه وایي، اروپایي مشرانو په ټینګار سره امریکایانو ته ویلي چې پر افغانستان یې پر یوه ځای یرغل کړی او یوځای به ترې کډې باروي.

ورځپاڼې د جرمني د لومړۍ وزیرې خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې وو د دې حکومت له ډیرو هڅو وروسته جرمنیان پدې قانع کړل چې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو شتون، د جرمني د امنیت په ګټه دی.
هغه زیاتوي، “نه غواړم یوه ورځ پوه شم چې مونږ هلته (افغانستان کې) ځانته پاته یو او ناچاره یو چې ووځو، ځکه زمونږ امکانات (ناټو او امریکا) ډیر سره تړلي دي“

اوسمهال د بیلابیلو اروپايي هیوادونو شاوخوا اوه زره پوځيان په افغانستان کې د امریکا تر قوماندې لاندې د ۱۴ زره کسیز امریکایي پوځ سره یوځای د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button