منیب احساس
خدایه! ختم نور اشغال کړه چې هوسا شو
نــور په برخه یې زوال کړه چې هوسا شو
کړه واړه طاقتونه یې نور صفر ته را ښکته
د وارسا په څېر یې حال کړه چې هوساشو
له دغه ستر او خونړي انقلاب ستړي یو نور
زړګی د هر سړي ملال کړه چې هوسا شو
خوږ وطن مو په شرعي نظام سنګار کړه
ختم د فتنو راځیني جال کړه چې هوسا شو
ورک ارمان او ورکې هیلي مو سمسور کړه
اولس دآزادۍ په نور خوشال کړه چې هوسا شو
دوه لسېزي کېږي چې غمېزو کې را ګېر یو
ورک راڅخه دغه یوجنجال کړه چې هوساشو
اوخوړه نړۍ منیب احساسه نظـــامي میــدان
جوړ سیاسي ډګر یې نړیوال کړه چې هوسا شو

















