پوتین امریکا ته د سخت برید خبرداری ورکړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۲)

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبرداری ورکړی چې که امریکا په اروپا کې منځ واټنه توغندي ځای پر ځای کړل ، سخت ځوابي غبرګون به څرګند کړي.
پوتین زیاته کړه، امریکا د ۱۹۸۷ کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه ځکه ووتله چې په وینا یې غواړي خپلو دفاعي سیسټمونو ته پراختیا ورکړي.
پوتین ګواښ وکړ چې که امریکا دا ډول توغندي دوی ته نږدې په ارړوپایي هیوادونو کې ځای پر ځای کړل، نو نه یواځې هغه هیوادونه به په نښه کړي؛ بلکې امریکا به هم تر سخت برید لاندې راولي.
روس ولسمشر ویلي، دوی جګړه نه غواړي خو که امریکا خصمانه چلند پیل کړ، دوی متقابل غبرګون ته چمتو دي.
د یادونې وړ ده چې امریکا د روانې میاشتې په سر کې له دغه تړونه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button