د سولې وړاندیز طالبانو نه امریکا کړی

ډاکټر یوسف اکبری – – –

دا ټولو ته جوته ده چې د افغانستان ورځ تر بلې زیاتیدونکې جګړې د ملت په شمول دواړو لوریو (طالبان او امریکا) ته زیات، مالي، سیاسي او اجتماعي زیانونه اړولي دي، طالبان د خپل هیواد تر آزادۍ پورې دې سرښندونو ته ژمن وو او ژمن دي او تر هغې په آرام نه کیني چې په خپل هیواد کې یې د یو نیم ملیون شهیدانو ارمان (رښتینی اسلامي حکومت) نه وي قایم کړی، د طالبانو شعار دی چې یا بری یا شهادت او په دواړو کې خپل سعادت او نیکبختي لټوي او مومي نو تر هغې پورې خپلې غزا ته دوام ورکوي چې تر څو یا ټولو د شهادت سپیڅلي جامونه نه وي څښلي او یا یې غلیم په ګونډو کړی نه وي او یا یې د یوې سولیزې لارې زمونږ له هیوادو وتلوته مجبور کړي نه وي.

اوس همغه وخت رارسیدلی دی چې طالبانو امریکا مجبوره کړه څو د طالبانو بې سارې سرښندنو ته په کتو سره د طالبانو دروازه وټکوي او د سولې کچکول ورته د سولې د مرستې لپاره مخکې کړي.

نو دا چې امریکا نور نشي کولای جګړې ته دوام ورکړي ځکه چې اقتصادي ملا یې ور ماته کړې او مجبوره ده ځان ته د وړو پوزه جوړه کړي او د افغانستان نه په چل او هنر پښې سپکې کړي نو له طالبانو سره د سولې لپاره تر خپلو ټولو شرطونو په تیریدو سره د طالبانو ټول شرطونه ومنل او د سولې پروسې ته یې دوام ورکړ، نو سیاسی شنونکو په اند د امریکا وتل حتمي دي که سوله بریالۍ شي او یا نه، نو په داسې حالت کې اشرف غني او ادارې ته یې نه ښایي څو بې ځایه ضد وکړي او آخوا دیخوا منډې ترړوې ووهي او د سیلاب اخیستې په څیر هر بوټي او زګ ته لاس واچوي، که اشرف غنی او اداره یې غواړی او یا نه غواړي یا سوله راتلونکې ده او یا هم دامریکا تیښته حتمي ده، نو په داسې حال کې به بیا طالبان حتما ښارونو ته فاتحانه داخلیږي او د اسلام سپین رپانده بیرغ به د ارګ پر ماڼۍ رپول کیږي چې په دغه وخت کې بیا پښیمانتیا کومه ګټه نلري، نو ځکه اشرف غني او ادارې ته یې د جوش پر ځای د هوش او زغم مشوره ورکوو، دا نو د طالب قربانیو په نتیجه کې له دغه فشار دغه مفسده اداره مخ شوې ده او باید د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي په دې کې به ګټه وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button