بنګله ديش: د اورلګېدو له کبله ۷۰ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲)
د بنګله ديش په پلازمينه ډاکه کې د ګازو د چاودنې له امله اور لګېدنه رامنځته شوې چې له کبله يې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د بنګله ديش د اطفائيې مشر علي احمد وايي، دغه اورلګېدنه لومړی د ګازو چاودنې له کبله رامنځته شوه او په ډيرې تيزۍ سره د کيمياوې توکو خونو ته خوره شوه.
ځايي پوليس وايي، تر اوسه د دغه اورلګېدو له کبله ۷۰ کسان وژل شوي او ښايي د مرګ ژوبلې په شميره کې زياتوالی راشي.
پوليس وايي، د اورلګېدو بلند منزل کې ډيری کسان بند پاتې و او بهر ته د وتلو لاره يې نه وه ځکه مرګ ژوبله زياته رامنځته شوې.
دوی وايي، په اړه څېړنې پيل کړي خو په لومړنيو معلوماتو کې ورته جوته شوې چې اورلګېدنه د ګازو چاوديدو له امله رامنځته شوې بيا وروسته نورو ځايونو ته خوره شوې ده.



