د امریکايي جنرال “جوزيف ووټل” څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

طالبان: امريکا د داعش له پړسولو تبليغاتي او د افغانستان د اشغال اوږدېدو لپاره ګټه اخلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲)

 

طالبانو د امریکايي جنرال جوزيف ووټل هغو څرګندونو غبرګون ښودلی چې څو ورځې مخکې يې ويلي و (د افغانستان داعش ډله لوی ګواښ دی او پر امريکا بريد کولای شي).

طالبان وايي، د ډيری امريکايي جنرالانو همدا دنده ده چې داعش ډله وپړسوي، په تبليغاتي برخه کې ترې اسفتاده وکړي څو د افغانستان د اشغال اوږدېدو ته زمينه برابره کړي زياتوي امريکايي جنرالان پر ځای د دې چې د ستونزو اصلي ماهيت درک کړي په پرلپسې توګه تيروتنې تکراروي او افغان خاوره امريکايانو ته یو ګواښ ورپيژني“.

په دغه څرګندونو کې چې د ذبیح الله مجاهد له لوري رسنيو ته لېږل شوي راغلي، امريکايي جنرالان د تيرو اتلسو کلونو د خپلو جنګي تګلارو له ناکاميو سربيره لا هم د جګړې په اوږدېدو ټينګار لري او د دغه ډول افواهاتو په خپرولو سره غواړي جګړه روانه وساتله شي، څو د دوی مافيايي ګټې خوندي او د وسلو د پلور او مصرف کارخانې يې چالان وي.

طالبانو يو ځل بيا د امریکايي جنرال يادې څرګندونې رد کړي او وايي له افغانستان خاورې هيچاته ګواښ نشته او افغانان به چاته هم د دغه کار اجازه ورنکړي.

دغه راز طالبان وايي، امريکا په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي، د داعش په ګټه يې د طالبانو جنګي کرښې بمبار کړي، د طالبانو له زندانونو يې د داعش بنديانو د ازادولو هڅې او د جګړو له ليکو يې هغوی په خپلو چورلکو کې خوندي سيمو ته انتقال کړي دي.

د مجاهد په خبره، امریکایي جنرالان د داعش په پړسولو او بزرګنمایۍ سره هڅې کوي د سیمې هیوادونو ته اندیښنې ایجاد کړي او هغه امریکايي اولس وویروي چې په افغانستان کې له امریکايي اشغال او شتون سره مخالف دي او د جګړې ختمول غواړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button