ټاکل شوې نن د افغانستان او ترکمنستان تر منځ ګڼ سندونه لاسليک شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲)
افغان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د يوه پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمينې عشق اباد ته ورسېد.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وايي، ټاکل شوې نن د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو تر منځ د ستراتيژيک مشارکت تړون لاسليک شي.
د چخانسوري په وينا، دغه راز د دواړو مشرانو په موجدګۍ سره به د نفت او ګاز، فرهنګي، ګمرکي د اورګاډي د کرښې په برخه کې او د همکاريو ګڼ سندونه لاسليک شي.
افغان پلاوی به پر هغې تفاهم نامې لاسليک وکړي چې له مخې يې ترکمنستان همکاري کوي او د ټاپي پروژې چارې پر مخ وړي.
د دغې پروژې پایپلاین له ترکمنستانه تر هند دوه زره کېلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کېلو متره به یې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېر شي.



