اسماعيل خان: حکومت دې طالبانو سره خبرې پيل او امريکايي ځواکونو ته د وتلو اجازه ورکړي

د اوبو او برېښنا پخوانی وزير او د هرات پخوانی والي اسماعيل خان وايي، طالبان چمتو دي چې د افغانستان شخړې ته د حل لاره پيدا کړي خو اشرف غني دې د دغه موقع څخه استفاده وکړي او د تخريب هڅې دې يې نه کوي.

اسماعيل خان، د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ته په مرکه کې ويلي، که څه هم طالبان د اشرف غني حکومت د امریکا ګوډاګی بولي او په هيڅ وجه به ورسره خبرې ونه کړي خو زياتوي افغان حکومت دې طالبانو سره مذاکرات پيل څو د افغانستان ستونزه په سوله ييزه توګه حل شي.

نوموړی زياتوي، د افغان حکومت تر څنګ، پخواني مجاهدين، مشران، سياستوال او سياسي ګوندونه دې هم له طالبانو سره خبرې وکړي څو د افغانستان جنګ په سوله ختم او امريکايي ځواکونه پرېښودل شي څو له افغانستانه ووځي.

اسماعيل خان ويلي، که د سولې له راتګه انتخابات مخکې کړای شي يا د طالبانو له ګډون پرته د سولې خبرو پر مهال انتخابات ترسره شي نو دا به د سولې پروسه تخريب کړي.

د خان په باور لومړی بايد یوه مؤقته اداره رامنځته او د شپږو مياشتو يا یو کال په موده کې به د عمومي انتخاباتو لپاره لاره هواره کړي په وينا يې د طالبانو هم همدا غوښتنه ده.

تر دې مخکې هم د افغان سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره څو ځلې ناستې کړي او ټاکل شوې چې د روانې مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه يوځل بيا په قطر کې خبرې اترې وکړي.

طالبانو په دغه ناستو کې تر ډيره په دې ټينګار کړی چې له افغانستانه دې بهرني پوځيان ووځي او دغه راز امريکا بيا وايي چې طالبان دې د دې وعده وکړي څو له دغه هېواده ورته ګواښ پيښ نه شي.

خو اسماعيل خان د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه وايي که بې له موافقې امريکايي عسکر افغانستان خوشې کړي نو ښايي هېواد کې يوځل بيا ګډوډي او جنګونه پيل شي، هغه څه چې طالبانو تر دې وړاندې اولسونو ته ډاډ ورکړی چې د بهرنيانو له وتلو سره به هيچاته د ګډوډۍ او کورنيو جنګونو د پيل اجازه ورنکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button