(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۲)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن یوې خبري ناستې ته د وروستیو تحولاتو په باب وینا وکړه او د روان بنبست اصلي حل لاره یې د بهرنیو قواوو بشپړ وتل یاد کړل.
حکمتیار وویل، د لویې جرګې راغوښتل د دې په ځای چې روان بحران ته حل لارې راوباسي، لا ستونزې او مشکلات زیږوي چې په وینا یې دولت د دې پر ځای د یوې داسې واکمنې او باصلاحیته مرجع پر جوړولو کار وکړي چې د سولې او جنګ ټول واکونه له ځانه سره ولري.
حکمتیار وویل، د بهرنیو پوځونو نیواکګر حضور او د یوه “لاسپوڅي“دولت شتون د روانې جګړې اصلي عامل ده او باید دغه پوځونه په قانوني توګه افغانستان پریږدي .
نوموړي زیاته کړه، کوم حکومتونه چې د اشغال په شتون کې منځته راغلي، د ټولنیزو خدماتو په وړاندې کولو ، له کډوالۍ څخه د افغانانو د راګرځولو کې ناکام او د اداري فساد، غصب، د ملي سرمایو او بانکونو په لوټلو کې یې ځان بوخت ساتلی دی.
حکمتیار په خپله وینا کې پر طالبانو هم ژغ وکړ چې دوی هم باید د جګړې پر ختمولو ، اوږدمهاله اوربند، د ټاکنو په ترسره کیدلو او له ټولو اړخونو سره د یوه منل شوي حکومت پر جوړیدو توافق وکړي .
هغه وویل، د اوږدمهالي اوربند پر مهال دې دولت د طالبانو جنګیالیو ته اعاشه هم ورکړي او د اوربند له تمدید سره سم دې هغوی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې مدغم کړي.
ګلبدین حکمتیار داسې مهال دا وړاندیزونه کوي چې نوموړي ته منسوب ګوند هم څو ټوټې شوی او خپله حکمتیار په کې یو سنبولیک واک له ځانه سره لري او دا ځل یې د اقتدار د پخواني آرمان د ترلاسه کولو لپاره ځان رسماً ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړی هم دی.
















