د ابو او انرژۍ وزارت: راتلونکی کال به ښیرازه کال وي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۲)
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي، د سږني کال اورښتونه به د راتلونکي کال په ښیرازۍ کې ښه ثابت شي او زیاتوي، د سږنیو اورښتونو کچه د تیرکال برابر ۱۵۰ سلنه زیاته وه او له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۶ پورې له کلونو څخه یې د اورښتونو کچه ۵۱ سلنه ډیره وه.
د انرژۍ وزارت د منابعو ریاست وایي، دغه څیړنې یې
د میتورولوژي او هایدرولوژي اتوماتیکو دستګاوو په مټ سږ او تیر کال په پنځو دریابي حوزو کې ترسره کړې دي.
د دغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، ښایي ۱۳۹۸ کال د فصلونو، ونو بوټو او د چاپیریال د ښیرازي لپاره یو ښه کال وي خو ویره شته چې کیدای شي د مارچ د میاشتې په وروستیو کې د حرارت کچه لوړه او واوره تر وخت وړاندې لمنځه ولاړه شي چې احتمال لري د هندوکش په لمنو کې د واورې د ژر ویلې کیدو له امله ناڅاپي سیلابونه هم راووځي چې خلکو ته به درانه زیانونه واړوي.



