سعودي؛ هند او پاکستان ته په حج کې سهمیه زیاته کړه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۲)

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اسلام آباد او نوي ډیلي ته په خپلو جلا سفرونو کې د دواړو هیوادونو چارواکو ته وړاندیز کړی چې د حاجیانو سهمیه به یې ۲۰۰ زرو تنو ته لوړوي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، ولیعهد محمد بن سلمان ورسره ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د دغه هیواد د ۱۷۵۰۲۵ زرو حاجیانو سهم ۲۰۰ زرو ته لوړ کړي.

هندي چارواکو داګام ستایلی او د بن سلمان نه یې مننه کړې ده.
بلخوا بیا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي رسنیو ته ویلي چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ورسره منلې چې د دوی د حاجیانو شمیر به هم ۲۰۰ زرو ته لوړوي.

تر دې وړاندې له پاکستان څخه ۱۸۴ زره حاجیان دبیت الله شریفې حج ته تللی شو.
د یادونې وړ ده چې سعودي څوکاله وړاندې د حرم شریف د پراخوالي په موخه د یو شمیر هیوادونو د حاجیانو شمیر راکم کړ او اوس چې دا کار مخ پر خلاصیدو دی، نو ښایي دیادو هیوادونو د حاجیانو سهمیه بیرته زیاته شي.

د حاجیانو د سهمیې د کمبود په ډله کې افغانستان هم راغلی وو او د دغه هیواد ۶ زره حاجیانو سهمیه لمنځه وړل شوې وه چې تیر اوو کاله یواځې ۳۰ زرو افغان حاجیانو د بیت الله حج ته لار پیدا کولی شوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button