لیکوال: أحمد هارون
سوله او مذاکرات دوه بېل نومونه دي او بېلې معناوې لري خو ډېر خلک اوس د سولې او مذاکراتو تر منځ توپیر نه کوي.
اوسمهال چی د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې روانې دي نو ډېر خلک يې د سولې په نامه بدلوي.
سوله او مذاکرات!
سوله د دوستي په معنا ده یعنې د دوو دښمنانو تر منځ د اوږدې دښمنۍ ورسته د لانجې هوارولو ته سوله یا په عربي اصطلاح صلح ویل کیږي.
سوله یا دوستي دکفارو او مسلمانانو تر منځ ناشونې ده او نه د اسلام په تاریخ کې کله داسی پېښ شوي او سوله یا دوستي کول له کفارو سره دمنافقت یا ارتداد په معناده.
مذاکرات چی په عامه معنا تړون ته ویل کیږی او په یوه اصطلاح ورته معاهده هم ویل کیږي
معاهده دکفارو او مسلمانانو تر منځ تر یوې نا معلومې مودې پورې دجنګ درولو ته ویل کیږي چې مقابل جهتونه یو بل ته امتیازات سره ور کړي خو په دې شرط چی ټول اسلامي شعایر به په کې ساتلي وي لکه اوس چی طالبان د امریکا وتل او اسلامي نظام په افغانستان کې نافظول غواړي په بدل کې به د افغانستان له خاورې امریکا ته زیان نه رسېدل دي دلته هم یوه پوښتنه موجوده ده خو له وخت سره سم به پرې لیکنه وکړم.
نو معاهده په اسلام کې جواز لري او نبي کريم ص هم له کفارو سره معاهده کړې.
نو اوس دطالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې نه بلکې مذاکرات یا دمعاهدې خبرې روانې دي.
او یو څه چی باید وویل شي او دخلکو هم زیات په دې باره کې شک ده هغه داچې
دسولې یا دوستۍ ورسته له مقابل جهت سره دښمني نه کیږي.
خو معاهده چې کله مسلمانان په کفارو د حملې توان پیدا کړي په دې شرط چې اسلامي نظام په کې وساتل شي نو مسلمانان کولی شي چې له هغه تړونه ووځي.
په دې هیله چې دسولې او مذاکراتو په توپیر به پوه شوي یاست!
نو اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ دسولې خبرې نه بلکې د مذاکراتو خبرې روانې دي.
ددعا په هیله!


















