امريکا له طالبانو سره د مذاکراتو تر څنګ د دوی د پاشلو په هڅه کې هم ده!!

ليکوال: غورځنګ

تقريباً له ۲۰۱۰ کال راپدېخوا داسې ګومان کېده چې ګواکې امریکا نوره د افغانستان له اوږده جنګه ستړې ده او نه غواړي چې په دې اوږده جنګ کې نور ايساره شي، نو د دې لپاره يې وخت ناوخته طالبانو د مذاکراتو وړانديز کولو او له طالبانو به يې غوښتل چې راشئ! تر څو د مېز له لارې مذاکرات سره وکړو، له جنګه څه نه جوړېږي.

امريکا سره له دې چې له طالبانو په کلکه د مذاکراتو غوښتونکې وه، خو تر څنګ يې دا هڅه هم ګړندۍ کړې وه چې د خپلو شيطاني رسنيو پر مټ وښيي چې طالبان وېشل شوي دي او نور د مقاومت وس نه لري، همداشان د مذاکراتو د غوښتنې تر څنګ امریکا داسې ګنګوسې هم په ځغرده خپرولې چې طالبان نور د جنګ او جګړې وړتيا نه لري.

مګر په دې اتلسو کلونو کې پر ځای د دې چې امريکا په دغو زهرجنو تبليغاتو خپلو ټاکلو موخو او اهدافو ته ورسېږي، خو برعکس نوره هم د زوال پر خوا روانه ده، او د طالبانو پر وړاندې په ګونډو ښکاري، ځکه چې د دوی د دې ډول راپورونو پر اساس خو نه طالبان سره ووېشل شو او نه هم د امريکايانو پر وړاندې د دوی جګړه ودرېدله بلکې لا  پسې ګندۍ کېږي او صف يې د بل له بل هر وخت څخه د وحدت او قوت پر خوا روان دی، ان تر دې چې په دې وروستيو کې د طالبانو په سیاسي او پوځي ځواک باندې د روسيې او نورو قوي هېوادونو په څېر زبرځواکونو هم اعتراف وکړ او طالبانو ته يې په خپل هېواد کې د دې زمينه برابره کړه تر څو هلته له هر چا سره په ازادانه توګه غونډې او مجلسونه وکړای شي، بلکې د ملګرو ملتونو د امنيت له شورای يې هم په پوره جرئت وغوښتل چې طالبان نور له ت ور لست څخه وباسي ځکه چې دا په اصطلاح ترهګره ډله نه ده، همداشان يې د خپل هېواد له رسنيو څخه هم وغوښتل چې نور طالبانو ته د ترهګرو لفظ استعمال نه کړي.

خو سره له دې طالبان له بل هر وخت څخه د قوت په درشل کې واقع دي، امريکايان اوس هم د خپل عادت له مخې په مختلفو درواغو او پروپاګندي راپورونو غواړي چې طالبان په خپل منځ کې سره ووېشي.

خو امريکايان بايد دا درک کړي چې طالبان د وېشلو او تقسيمولو خلک نه دي، په اتلسو کلونو کې چې ټوله نړۍ په دې باندې ونه توانېده چې دغه ډله سره وپاشي او يا يې له افغان ولس سره فاصله پيدا کړي نو اوس به څنګه وتوانېږي چې دغو شومو موخو ته ورسېږي؟

د امريکا د دې شيطاني هڅو يوه بېلګه دا ده، چې د طالبانو د مرستيال (ملا برادر اخوند) په اړه رويټرز خبري اژانس راپور خپور کړی چې ګواکې نوموړی د طالبانو د مشرانو تر منځ د اختلافاتو په نتيجه کې د قطر په راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي، چې دا دی د طالبانو ځيرک وياند بېرته دغه راپور وغندلو او رد يې کړ.

په پای کې بايد ووايو! چې امريکايان دې نور له دا ډول پروپاګندونو څخه لاس واخلي کنه نو دا کړې غونډې او خوارۍ به يې هسې عبس لاړې شی، ځکه چې اوس ايله طالبانو د جګړې تر څنګ د خبرو مېز ته راغلي. داسې نه وي چې دا خبرې د دې لامل شي چې طالبان له امریکا سره له دا ډول مذاکراتو څخه تېر شي او ورته ووايي چې په هر صورت جګړه کوو.

امريکايانو بايد په تېرو اتلسو کلونو کې درک کړې وي چې طالبان د ماتېدلو خلک نه دي او نه يې هم څوک په پروپاګندونو ماتولی شي، ټول کشران طالبان او افغان ولس د طالبانو په مشرتابه پوره اعتماد او هر ډول باور لري، ځکه چې د هېواد جيد علماء پکې شتون لري.

نو امريکايان دې خپل دا ډول خوبونه اوب ته ووايي.

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button