غزل / د درد څړیکه

طالب الهام
د درد څړیکه شي بدله په احساسه
زغم داوښکو اوبه شیندي پرې دپاسه
چې زه کله رابطه خدای سره نیسم
اراده مې قطع کیږي له تماسه
هنګامه یې عجب کیف بخښي زړګي ته
زلزله شي د تکبیر له انعکاسه
خواهشاتو مې ټول عمر تلف کړی
باقي ژوند مې هم وتلی دی له لاسه
شهیدغاښ دګران حضورپه ټول وجودکې
کړو یې درد له نواجذه تر اضراسه
ځما د شعر هم عجبه ملکه ده
تل الهام پکې بدلیږي په وسواسه
زمانه چې شي قیامت ته کله لنډه
جوج ماجوج به کړي سوری سد دنُحاسه
خدای طالب الهام په عقل پېژندی شي
خیال یې لوړ ده له اجماع اوله قیاسه



