هلمند: مارجې کې ۱۲امريکايي پوځيان د طالبانو په محاصره کې دي

(کابل ټکی کام : چار شنبه، مرغومی ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل):
هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې تر۱۲ډير امريکايي او یوشمېرافغاني پوځيان طالبانو په یوه حویلۍ کې کلابند کړي او شاو خوا ترې تاوشوي دي.
امریکايي فاکس نیوز تلویزون خبري چینل وویل : چې دا پو ځیان هغه مهال محاصره شول کله چې یو امریکايي کوماندوي عسکر ووژل شو او یو شمېر د افغاني عسکرو په ګډون ټپیان شول.
فاکس نیوز د یوه امریکايي عسکر له خولې وايي چې دوي په کومه حويلۍ کې پټ دي اوس طالبان ترې تاو دي او ددوي له جملې څخه یو عسکر د سه شنبې په ورځ وژل شوی او دوه نوريې ژوبل دي.
بلې خوا پنټاګون بیا وايي چې ددوي د چټک غبرګون خاصې قطعې ځواکونه د کلابند شوو عسکرو د خلاصون موخه تېرماښام مارجې ته رسيدلي وه چې محاصره ماته کړي یو عسکر يې وژل شوی دوه نورټپیان دي.
پنټاګون زیاتوي چې د غورځول شوې الوتکې سپارلۍ ژوندې انتقال شوي ده خو ۱۲ تنه يې د طالبانو په کالابندۍ کې اوس هم پاتې دي.
د امریکا د پوځ «ډګروال مایکل لاوهورن» وویل چې یوه چورلکه د کښېناستلو پر مهال دیوال سره جنګېدلې او تخریب شوې، بله د طالبانو په ډزو لکېدلې، ددوي په وینا د تر هډې پورې سلامته رسېدلې ده او په کې سپارو ځانګړو ځواکونو ته زیانه ده اوښتی .
د پنټاګون مطبوعاتي رييس پیټر کوک وویل چې پوځ د ګیر پاتې شویو امریکايي او افغان ځواکونو د ژغورلو لپاره هره هڅه کړې، خو د طالبانو پرلپسې بریدونو له امله نه یو توانېدلي چې محاصره ماته کړو.
په مارجې کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات روان دي امریکايي او افغاني ګډ ځواکونو په دغو عملیاتو کې برخه لري .
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن سهار رسنیو ته وويل ، چې چورلکه ددوي د رسا برید په نتیجه کې لوېدلې او ټول سپاره امريکايي عسکروژل شوي دي .
له سیمې نه یوه ځايي اوسیدوني رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې دغه څرخکه طالبانو وویشتله او راوغورځېدله ۱۷ تنه عسکر په کې ووژل شول.
سلیم بریال



