د پاکستان د پنډی ښار فایو سټار (پي سي) نومي هوټل کې اور مالي زیان اړولی دی

کابل ټکی کام شهرت وردګ
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د پاکستان پایخت سره نږدي پنډی ښار په یوه پنځه ستوري هوټل کې اور لګېدلی دی.
اور د هوټل په تکاوي (بیسمنټ) کې لګېدلی وو چې دریم پوړ ورسید، او د اور ژغورنې اداره کوښښ وکړل چې څلورم او پنځم پوړ وژغوري.
د هوټل د پنځم پوړ په یو لړ کمرو کې ډیر کسان بند پاتې وو چې د ژغورلو لپاره یې کافي هڅې وشوې.
ځايي خلک وايي چې د پيښې ځای ته د اور وژنې دوه ګاډي ورغلي وو خو اور ډير زیات وو چې پدې سره قابو کیدای نشواي، نو هغه وو چې فوځ ته یې د مرستې لپاره خبر ورکړ.
په پنځم پوړ کې خلکو چغې او سورې شروع کړي وې آن تر دې چې بعضو کسانو خو ځانونه له کړکیو هم راځوړند کړي وو خو عاجله مرسته ورسره ممکن نه وه، خو د فوځ په رارسیدو سره مرسته وشوه.
تراوسه د اور لګېدنې لامل نه دی ښودل شوی، خو کیدای شي په تکاوي کې پخلنځۍ وي او یا بل داسې څه لګیدلي وي، چې د بې احتیاطۍ له وجې هوټل اور اخیستی دی، او اور له کنترول څخه وتلی وي.
تراوسه د هیڅ کس د وژل کیدو یا زخمي کیدو خبر ندی ورکړل شوی.

