روزګان امنيتي مسؤولين: سلګونه وسلې، عسکر او نظامي وسایط شخصي کارول کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۵)
د روزګان امنيتي مسؤولين وايي، په دغه ولايت کې د دولت سلګونه وسلې، عسکر او نظامي وسایطو څخه شخصي ګټه اخيستل کېږي.
د روزګان امنيه قوماندان محمد عظيم هاشمي وايي، دغه وسلې، پوليس او نظامي وسایط د نامسؤوله وسله والو په واک کې دي چې شخصي کارول کېږي او د روزګان د نا امنيو لامل شوي دي.
هاشمي دغه څرګندونې د ولايت په مقام کې د ولسي پوليسو يوې غونډې ته د وينا پر وخت وکړې او زياته يې کړه چې د ولسمشر د حکم پر اساس به ټول هغه دولتي وسایط او وسلې له نامسؤوله وسله والو راټول او که څوک يې مخه ونيسي نو د عملياتو په ترڅ کې به دغه چاره ترسره کړي.
یوازې روزګان نه دی چې نا مسؤوله وسله ال او پخواني جهادي قومندانان پکې دولتي وسلې، وسایې او نظامي توکي کاروي بلکې د هېواد په بيلابيلو ولايتونو او په ځانګړي توګه په شمال کې له سلګونو دولتي وسایطو شخصي ګټې اخيستل کېږي.



