ولسمشرۍ ماڼۍ: مشورتي لويه جرګه کې به له درې تر څلور زره کسانو ګډون وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۵)

د افغانستان د ولسشمرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې چې رانې کب مياشتې په ۲۶ نيټه د سولې لويه مشورتي جرګه جوړه شي.

د ولسشمرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري وايي، په دغه مشورتي لويه جرګه کې ښايي له درې تر څلور زرو کسان ګډون وکړي چې د سولې مذاکراتو لپاره به د ټولو نظرونه واخيستل شي.

د چخانسوري په وينو په دغه جرګه کې د ګډون کوونکو کسانو په اړه به وروسته رسنيو سره معلومات شريک کړي.

ولسشمر غني څه موده مخکې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو اعلان وکړ څو د مذاکراتو خبرو لپاره پکې نظر واخيستل شي.

خو د شنونکو په باور ښايي حکومت دغه جرګې ته د خپلې خوښې کسان را وغواړي او بيا هم پکې د اولس د خلکو غږ وانه ورېدل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد ويلي و چې له مشورتي لويې جرګې مخکې بايد افغان حکومت د سولې مذاکراتو لپاره ټول منلی ټيم جوړ کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button