په خوږه پتاسه کې ترخه زهر

ډاکټر یوسف اکبری – – –
د امریکا پر کروزو او بی 52 سپور د کرزي حکومت د افغانستان د شهیدانو په سرو وینو ککړې خاورې راکوز شو او د امریکا د ډالرو په زور د افغانستان پر جنګ ځپلو خلکو حاکم شو او د دجال په څیر یې د زیاترو خلکو تر دروازو شنه ډالر ورسول، هر لوري ته سړکونه په پخیدا شول، هر لوري ته رنګینو بلډینګونو سرونه راپورته کړل، خلک له خاورو او ګردونو پاک شول، دسترخوانونه یې له ډول ډول خوراکونو ډک شول، د زیاترو خلکو عایدات په زړه پورې شول، ورو ورو تلویزیوني چینلونه ایجاد شول او په تدریجې ډول پکې ښځو خپل فیشنونه پیل او د نیمه لوڅیدا تر پولې ورسول، نڅاوې، سندرې او موسیقي عامه شوه، موبایلونه پریمانه شول، سینماګانو د خلکو په جیبونو کې د موبایل په شکل کې ځای ونیو، زنا، لواطت یو عادي عمل وګڼل شو.
زیاتره خلک ډیر خوشحاله شول چې د څلویښتو کلونو له جنګونو او دربدریو نه خلاص شول او د امریکا د رحم او ترحم تر سیوري لاندې یې د آرام ساه واخیسته، د ژوند زیاتره اړخونه یې بډای شول، ژوند ورو ورو د رفاهیت پر لور مزل پیل کړ.
دا او دې ته ورته ډیرې شیان د امریکا لخوا د خوږو پتاسو اړخ و چې ځینو غولیدلو افغانانو ته یې په خوله کې ورکړ، خو دغه ډول افغانان نا خبره له دې چې د دغې خوږې پتاسې په مینځ کې یې ورته زهر هم ځای پر ځای کړي دي.
امریکا ورو ورو اوس د افغانانو د سپیڅلو مقاماتو (مسجدونو، دیني مدرسو، دیني عالمانو، او د دین د طالب العلمانو) د له مینځه وړلو لړۍ په داسې وخت کې پیل کړه چې افغانان د ډالرو له برکته د هوسا ژوند په نشه کې خمار پراته دي، په رډو سترګو ویني چې هره ورځ یې دیني حرم سرایونه د بمونو په واسطه ویجاړول کیږي، د قران تنکي قاریان په مسجد او مدرسه کې د بمونو په واسطه په سرو وینو لمبیږي، دیني علماء یا ترور او یا په بمباریو کې وژل کیږي او دې لړۍ یو غښتلی ځنځیري شکل اختیار کړی، په دی معنی چی هره ورځ او یا ورځ دوه پس کله په یو ولایت کله په بل ولایت کې دغه سناریوګانې تکراریږي خو زیاتره افغانان د نشه ای انسانانو په څیر دا هر څه ویني او اوري خو ضمیر یې نور حرکت نه وي ځکه که حرکت وکړي نو موټر به یې له لاسه ووځي، دسترخوان به یې تش شي او د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.
په پتاسه کې هغه زهر دي چې ورو ورو پرې افغانان د فناه په لور تهدیدیږي، هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې ګوندې امریکا یواځې دیني عالمان وژني او نور افغانان یې د سترګو تور او معاف دي، هیڅکله دې دا سوچ نه کوي چې ګوندې تنکي قاریان یې وژل کیږي خو د دوی بچي به بچ پاتې شي او هیڅوک دې دا خیال نه کوي چې مسجد دې کنډواله شي خو د دوی کورونه به په امن کې پاتې شي.
خبردار! دا یوه داسې ځنځیري لړۍ ده چې د عقده مندو عیسایاینو لخوا د مسلمانانو د ختمولو لپاره په لاره اچول شوې ده، دا لړۍ او ځنځیر به ډیر زر د نورو افغانانو په لور راوګرځي خو وروسته له دې چې دیني عالمان او طالب علمان د دوی په ګمان پوپنا کړي، مدارس او مساجد یې ختم کړي، نو بیا به نوبت په ډالرو د خمارو افغانانو راورسیږي. بیا به یې سرونه خلاص شي چې رښتیا هم امریکا مونږ ته په خوږه پتاسه کې زهر راکړل.



