محقق: ولسمشر دا صلاحيت نه لري چې له دندې مې ليرې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۵)

شاوخوا يوه مياشت کېږي چې د افغانستان د اجرائيه رياست د دوهم مرستيال محمد محقق د ولسمشر له خوا له دندې ليرې کړل شوی دی خو نوموړی لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

محمد محقق وايي، افغان ولسشمر دا صلاحيت نه لري چې دی له خپلې دندې ګوښه کړي.

د ولسمشر له خوا ګوښه شوی د اجرائيه رياست دوهم مرستيال وايي، هره ورځ په عادي ډول د خپل کار دفتر ځي او ځکه خپله دنده نه خوشې کوي چې لومړ خو : “ولسمشر دا صلاحيت نه لري څو له دندې مې ليرې کړي، بل دا چې له اجرائيه رياست سره همغږي نه ده شوې او د مشورې پرته دا کار شوی”.

اجرائيه رياست په يوه خبرپاڼه کې د محقق ګوښه کېدل د ملي ګټو خلاف کار بللی و.

له بله پلوه د ولسمشرۍ وياند هارون چخانسوري وايي، د محقق په اړه حکم اجرا شوی، معاشونه يې بند شوي، حکومتي امتيازات نه ورکول کېږي او دا چې دفتر ته ځي نو په دې معنا چې له دولتي دفتر څخه شخصي ګټه اخلي.

د ملي يووالي حکومت د جوړېدو له پيله د اجرائيه رياست او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ د وزيرانو د مقررولو، مهمو دولتي ادارو ته د رئيسانو د ټاکل کېدو پر سر لانجې روانې دي چې له کبله يې لا هم ځينې ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button