له فسبوک ليرې والی د خفګان او ذهني ستړيا په کمولو کې مرسته کوي، څېړنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۵)
څېړونکي وايي، د ټولنيزو رسنيو ويب سايټونه او په ځانګړي ډول فسبوک استعمالول خفګان او ذهني ستړيا پيدا کوي.
د نيويارک او اسټينفورډ پوهنتون د انټرنيټ کارکوونکو په طبعيت او د هغوی د طبعيت په بدلون کې څېړنه کړې چې حيروانوونکي نتايج يې ترلاسه کړي دي.
څېړونکو د امریکا د سوشل ميډيا کاروونکو “ډيټا” راټوله او بيا يې څېړنه کړې وايي، هغه کسان چې فسبوک یا د سوشل ميډيا نور سایټونه کاروي، له خفګان، ذهني ستړيا او نا ارامۍ سره مخ دي.
د څېړونکو په باور، په ځانګړي ډول هغه کسان چې فسبوک کاروي له خپلې زندګۍ خوښ او ډاډمن نه دي، ذهناً ستړي او نا ارامه وي.
دوی وايي، د څېړنې پر مهال يې يوې ډلې فسبوک کاروونکو ته د يوې مياشتې لپاره د فسبوک پرېښودلو وويل چې په پايله کې يې حيرانوونکي نتایج ترلاسه کړل، په ژوند کې يې خوشحالي او د ذهني ستړيا ناروغي يې هم له منځه لاړه.
څېړونکي په وينا، که څوک وغواړي چې د فسبوک ډير کارول بند کړي نو په يو دم دغه کار نه شي کولای بلکې په کرار کرار به يې کارول کموي او بيا به يې همداسې پرېږدي.
په څېړنه کې ويل شوي د فسبوک او ټويټر ډير کارول په ذهني کيفیت او جذباتو اثر پريباسي.



