هند: زهرجنو شرابو څښلو له کبله د مړو شويو شمير ۱۳۳ ته ورسېد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۵)
د هند د اسام ايالت په دو بيلابيلو سيمو کې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله لسګونه کسان مړه شوي دي.
راپورونه وايي، دغه پېښې د اسام ايالت په ګوله ګهټ او جورهټ سيمو کې رامنځته شوي چې له کبله يې په لومړي راپو کې د اتيا او په وروستي راپور کې د ۱۳۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړل شوی دی.
روغتيايي مسؤولين وايي، د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۲۲۵ تنه نور په روغتونونو کې بستر شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت ښه نه دی او ښايي د مړو شويو کسانو شمير له دې هم واوړي.
د ځايي پوليسو یو تن مشر مُکيس اګروال وايي، شراب څښوونکو کې ډيری يې کروندګر او د غريبو کورنيو خلک دي.
د پوليسو په وينا، په شرابو کې ميتيل الکول ګډ شوي چې د انسان پر اعصابو اغيز کوي.
د اسام ايالت پولیس وايي، په دې اړه څېړنې روانې دي او دغه ناقانونه شراب پلورونکي به سزا ورکړل شي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم د اتراپرديش ايالت په څو سيمو کې د زهري شرابو څښلو له کبله سل کسان مړه شول چې چارواکو د ياد ایالت امنيتي مسؤولين د غفلت له کبله ګوښه کړل او څو تنه غير معياري شراب خرڅوونکي هم ونيول.



