یوناما: تیر کال د افغان او امریکایی ځواکونو په عملیاتو کې ۳۲۸۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۵)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر “یوناما“ د تیر ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچې ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه کال د افغان ولسي خلکو لپاره تر ټولو خونړی وو.
یوناما په خپل راپور کې یوځل بیا د امریکایي ځواکونو یو ډول ننګه کړې او یواځې د ۶ سلنې ملکي مرګ ژوبلې پړه یې پرې ور اړولې ده.
دغه سازمان حکومت پلوي ځواکونه د ۲۴ سلنه ولسي مرګ ژوبلې او افغان امنیتي ځواکونه د ۱۴ سلنې مسؤول ګڼلي دي.
راپور کې طالبان د ۳۷ سلنې خو داعش ډله د شل سلنې مرګ ژوبلې لامل بلل شوي، خو دا نه دي ویل شوي چې طالبانو چیرته په دومره لوړه کچه خپل ملکي افغانان په نښه کړي دي.

راپور زیاتوي، تیر میلادي کال کې د افغان ځواکونو په بریدونو او عملیاتو کې ۱۱۸۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۲۷ نور ټپیان شوي؛ په عین حال کې بهرنيو ځواکونونه د تېر کال پر مهال د ۶۷۴ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤول ګڼل شوي، چې ۹۴ سلنه یې په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.
راپور زیاتوي تیرکال ټولټال ۳۸۰۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي؛ چې له ډلې یې یواځې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي دي.
یوناما ویلي، تېر کال په افغانستان کې وسلوالو مخالفینو ۶۵ سرتیري بریدونه کړي چې ۲۱ یې د طالبانو له خوا شوي، خو طالبانو د ۱۵ سرتیرو بریدونو مسؤولیت منلی، چې د ۶۴۲ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي؛ یوناما نه دي ویلي چې دا خونړي بریدونه طالبانو د هیواد کومه سیمه کې کړي، هغه څه چې راپور یې تر ډیره د ګډو ځواکونو لپاره د تبلیغاتي سانسور په بڼه تبدیل کړی دی.
د یوناما مشر تداماچي یاماماتو ویلي، په تیره یوه لسیزه کې له ۳۲۰۰۰ څخه زیات ولسي خلک وژل شوي او شاوخوا ۶۰۰۰۰ زره ټپیان شوي دي.
یوناما وایي، سږ کال د وژل شوو ماشومانو شمېره ډېره لوړه او ټکان ورکوونکې ده او که ښکیلې غاړې د جګړو پر مهال ورته توجه ونه کړي، ښایي لوی ناورین رامنځته کړي.
یوناما هرکال دملکي مرګ ژوبلې خپل راپور خپروي، د طالبانو په ګډون ګڼ خپلواک لوري د یوناما راپورونه د امریکایي چارواکو لخوا سانسور شوي فرمایشي راپورونه بولي چې په روانه جګړه کې د امریکایي لوري لپاره د توجیه لټولو او له جنایاتو د هغوی د خلاصولو په موخه خپریږي.



