د طالب مشرتابه سیاسي مرستیال “دوحې“ ته رسیدلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۵)
د طالبانو د مشر شیخ هبةالله اخندزاده سیاسي مرستیال او د طالبانو د سیاسي دفتر عمومي مشر ملا برادر اخند د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی.
یو شمیر سرچینو کابل ټکی کام ته ویلي، ملا عبدالغنی برادر د ملا امیرخان متقی اوملاعبداللطيف منصور سره یوځای دقطر په یوه ځانګړې الوتکه کې دغه هیواد ته رسیدلي دي.

د طالب مشرتابه لخوا دغه پلاوی داسې مهال قطر ته روانیږي چې ټاکل شوې ده سبا د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ د امریکایي ځواکونو پر وتلو او له افغانستان څخه امریکا ته د ممکنه نه پیښیدونکي ګواښ په تړاو یوځل بیا خبرې پیل شي.
لا تر اوسه مالومه نه ده چې ملا برادر به له امریکایي پلاوي سره په خبرو کې ونډه واخلي او کنه، خو د نوموړي له خوا د ټاکل شوي ۱۴ کسیز مذاکراتي ټیم زیاتره غړي وار له مخه قطر ته رسیدلي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button