د تجارت وزیر: چمتو یو له ګاونډي هېواد ايران څخه تېل وارد کړو

کابل ټکی کام فرید احمد
د افغانستان د تجارت وزیر همایون رسا ویلي دي چې هېواد یې چمتو دی له ایران څخه یو میلیون ټنه تېل وارد کړي.
په ایران کې د افغانستان د لوړپوړي هیات په غړيتوب کې د افغانستان دتجارت وزیر د ایران د تېلو د وزیر سره په لیده کاته کې پدې سلا کړې ده چې له ایران سره به د یو میلیون ټنه تېلو واردول لوظنامه لاسلیک کوي.
په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د دواړه هېوادونو وزیرانو چمتوالۍ وښودو چې دغه راکړه ورکړې ته پوره اماده ګي لري.
د ایران د تېلو وزیر همداشان وویل چې افغانستان غواړي له ایران څخه په کال کې دوه لکه ټنه ګاز هم وارد کړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان اوسمهال له ګاونډي هېواد ایران څخه په کال کې دوه لکه ټنه ډېزل واردوي.



