کابل ټکی کام فرید احمد
د شمالي کوریا د خلق جمهوریت اعلان کړه چې په کامیابۍ سره یې د هایدروجني بم ازموینه ترسره کړې ده.
نن چهارشنبه د شمالي کوریا د خلق جمهوریت اعلان کړه چې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۶ یې په کامیابۍ سره د هایدروجني بم آزموینه ترسره کړې ده، چې دا د کوریا څلورمه کمیاوي آزموینه ده.
دغه آزموینه چې په ځايي وخت ۱۰:۰۰ بجې د سهار ترسره شوه شمالي کوریا په نړی کې د یو اتومي ځواک په حیث پیژندل کېږي.
د ورځې په لمړي سر کې د چین د زلزلې مرکزي ادارې خبر ورکړ چې د 4.9 درجې په اندازه زلزلې د کوریا په وخت ۱۰:۳۰ بجو د ځمکې په دباندېنۍ سطحه شمالي کوریا وجړقوله.
پداسې حال کې چې د امریکا د زلزلې مرکزي ادارې د ځمکې څخه ۱۰ کیلومتره لاندې د 5.1 درجو په اندازه زلزلې شمالي کوریا ښورولې ده.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو هم خبر ورکړی دی چې ملک یې د هایدروجني بم ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړې ده، او زیاته کړې یې ده چې له دې وروسته به شمالي کوریا د یو اتومي ځواک په توګه په نړی کې وپیژندل شي.
یوولس میاشتې وړاندې شمالي کوریا دا په ډاګه کړې وه چې ملک یې د هایدروجني بم جوړولو توان لري چې دا بم د اتومي بم څخه هم ځواکمن دی، او دا دی نن یې آزموینه هم ترسره کړه.
تر آزموینې سمدلاسه وروسته په امریکا، چین او سویلي کوریا کې بیړنۍ غونډې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې هایدروجني بم، له اټومي بم څخه څو چنده قوي او ویجاړونکی دی او هغه انرجي چې له دغو بمونو څخه رامنځ ته کیږي د هایدروجنیزو توپونو د ویلي کیدا له کبله ده.

















