جنرال میلر د کلیرنس لپاره دوحې ته تللی

ډاکټر یوسف اکبری—

د تیرو نږدې پنځو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې او روغې جوړې خبرې روانې دي خو دا ځل یو عمده توپیر پکې دادی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سر اعلی قومندان ویریدلی. جنرال میلر هم دې غونډې ته په غیر مترقبه توګه په ځغاستو ځان ور رسولی.

سیاسي شنونکي وایی چې په دې ناسته کې د جنرال میلر ګډون له کلیرنس (عدم مسؤلیت) پرته نور هیڅ نشي کیدای، ځکه چې اصولا د سولې مذاکرات د سیاسي کرکټرونو تر مینځ صورت نیسي نه د نظامي اشخاصو تر مینځ، نو پوښتنه په خپله ځان مطرح کوي چې جنرال میلر خو د امریکا یو نظامي کرکټر دی نو بیا یې د څه لپاره په دې غونډه کې ګډون کړی؟

مبصرین دا هم وایی چې دا غونډه خورا اهمه او فیصله کوونکې او نهایي غونډه ده، پدې معنا چی یا به دواړه لوري توافق ته سره رسیږي او یا به هم بې نتیجې اعلانیږي.

نو په داسې یوه غونډه کې د جنرال میلر ګډون دا په ډاګه کوي چې که چیرې غونډه بریالۍ شوه او د دواړو لوریو تر مینځ توافق صورت ونیو نو جنرال میلر به خپل کلیرنس وړاندې او لاسلیک کړي څو په شفافه توګه له افغانستانه په حیا کې ووځي.

د یادولو ده چې د جنرال میلر پښې له هغې ورځې راهیسې ریږدي او رپیږي څه وخت چې په قندهار کې د یوه سرتیري طالب لخوا پرې مرګوني ګوزارونه وشول چې جنرال رازق پکې ووژل شو او جنرال میلر پکې د یوه ټانک تر شا د ګیدړ په څیر پټ شو خو دا چې کیدای شي د جنرال میلر وربشه پوره نه وه نو قدرت بچ کړو، اوس د میلر لپاره دا یو خوب او ستر آرمان دی چې هغه به کومه ورځ وي چې ژوندی د افغانستان له اشغالګر خوړونکې خاورې څخه ژر تر ژره پښې سپکې کړي. او په خپل هیواد کې یو ځل بیا د آرام ساه واخلي.

نو افغانان باید پوه وي چې جنرال میلر یواځې د کلیرنس یا عدم مسؤلیت پاڼې د لاسلیک کولو په موخه دوحې ته تللی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button