(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۹)
ټاکل شوې چې نن د هند په دهرادون ښار راجيف ګاندي لوبغالي کې د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د پنځو پنځوس اوريزو سياليو لړۍ پيل شي.
افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر دې مخکې د ايرلنډ له لوبډلې څخه د شل اوريزو سياليو لړۍ وګټله.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل فريد هوتک وايي، په ملي لوبډله کې یو لړ تغيرات راغلي او په دغه پنځوس اوريزو لوبو کې به ځينو نورو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي.
افغانستان کرکټ ملي لوبډله دا مهال د کرکټ له نړيوالې شورا سره په ۶۷ امتيازونو لرلو سره لسم مقام لري خو ايرلنډ بيا په ۳۹ امتيازونو سره دولسم مقام لري.
د کرکټ نړيواله شورا اټکل کوي، که افغانستان څلور پنځوس اوريزې لوبې وګټي نو دوه امتيازونه به ترلاسه او په ۶۹ امتيازونو به په خپل لسم مقام پاتې شي.
خو که ايرلنډ پنځه واړه پنځوس اوريزې لوبې وګټي نو په لومړي ځل به له زمبابوی مخکې او يوولسم مقام به خپل کړي.
















