وکيلان: که ولسمشر پارلمان افتتاح نه کړي؛ خپله به يې پرانيسته وکړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۴)
د قانون له مخې ولسمشر او یا د هغه مرستیال د هر کال د حوت میاشتې پر پنځلسمه نېټه بايد پارلمان افتتاح کوي خو ويل کېږي ښايي سبا هم د پارلمان افتتاح ونه شي ځکه چې د تيرو پارلماني ټاکنو پايلې لا هم نيمګړي دي.
د ولسي جرګې برحاله وکيلان وايي، که د حوت پر پنځلسمه پارلمان افتتاح نه شي نو دوی به خپله لاس په کار شي په وينا يې د ولسي جرګې اوسني غړي قانوني صلاحيت لري څو تر نوي پارلمان پورې خپلو چارو ته دوام ورکړي.
وکيلان وايي، تيرې پارلماني ټاکنې له درغليو ډکې وې، وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوي لا هم د ډيری رايو برخليک نه دی معلوم نو حکومت بايد د برحاله وکيلانو په شتون کې د پارلمان افتتاح وکړي.
په عين حال کې په کابل کې د امريکا سفير جان باس پر حکومت غږ وکړ چې ژر دې د ولسي جرګې وروستۍ پايلې اعلان او د نويو وکيلانو په حضور کې دې پارلمان پرانيستل شي.
پر ټاکنو د څار بنسټونه هم تيرې ټاکنې له درغليو ډکې بولي په وينا يې چې له کبله يې د پارلمان برخليک له ناڅرګند برخليک سره مخ دی.
له بله پلوه پر ټاکنو د څار د ادارې ټيفا مشر نعيم ایوب زاده وايي، د حکومت او کمېسيونونو له لوري په پرله پسې توګه د قانون ماتول د دې لامل شوي چې وکيلان د قانون پر خلاف د پالمان د پرانيستو تصميم ونيسي.



