د افغانستان او ايرلنډ درېيمه یو ورځينۍ سيالي نن کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۴)
ټاکل شوې چې د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د يو ورځينيو سياليو د لړۍ درېيمه لوبه نن د هند په دهرادون ښار کې ترسره شي.
افغانستان د هند په دهرادون ښار د راجیف ګاندي په لوبغالي کې له ايرلنډ سره د پنځو پنځوس اوريزو سياليو لړۍ لري چې له جملې يې دوه لوبې شوي یوه يې افغانستان ګټلې او دوهمه لوبه د بارن د ورښت له کبله بې نتيجې پای ته رسېدلې ده.
د کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ننۍ سيالۍ لپاره پوره چمتووالی نيولی او ډاډ يې څرګند کړ چې په دغه پنځو يو ورځينيو لوبو کې به افغان لوبغاړي ښه لاسته راوړنې ولري.



