څارنوال حشمت عبیدی
له یوې خوا اوسنیو سختو ورښتونو د هیواد د وچکالۍ تهدید له مینځه یوړ خو له بلې خوا یې د هیواد په ځینو سیمو کې سخت سیلابونه رامینځته کړي چې زمونږ د بیچاره خلکو ټول شته یې په اوبو لاهو کړي.
یواځې د کندهار سوداګرو د کندهار سیلاب ځپلو لپاره د زړه له کومې مرستې وړاندې کړې او د هستوګنې ځایونه یې ورته اماده کړل چې خورا د تحسین وړ دي.
په داسې حال کې چې حکومت په جګړو او بمباریو بوخت دی او د جګړو د لګښتونو لپاره هر ډول پریمانه مالي لګښتونه لري خو د طبیعي حوادثو له کبله زیانمن شویو هیوادوالو ته بیا هیڅ نه لري، حال دا چې دا د دولت مسؤلیت دی چې باید د دغه ډول ناورینونو پر مهال خپلو خلکو ته عاجلې مرستې ورسوي ځکه چې د حکومت مسؤولیت په هر صورت په دغسې پېښو کې زیات دی.
متأسفانه زموږ حکومت برعکس د ولس پر اوږو بوج دی، سره له دې چې امنیتي ځواکونو یوه اندازه خپل مسؤولیت ادا کړ او له سېلاب ځپلو سیمو نه یې د هېوادوالو په ژغورنې کې د خپل توان په اندازه د خلکو لاس نیوی وکړ خو حکومتي چارواکي او له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې اړوند مسؤولین بیا یواځې د سېلاب ځپلیو د زیانونو د ارزولو لپاره د پلاویو په ګومارلو بوخت دي چې خپل خپلوان پکې استخدام کړي او معاش ترلاسه کړي اوبس.
د خورا تشویش وړ خبره داده چې حکومت د دغسې پېښو لپاره لازم تیاري لري او نه ورته کومه اعتنا کوي.
د بې کفایته، بې احساسه او لاسپوڅو حکومتونو حالت همدغسې وي چې د خپلو خلکو لپاره د سخت حالت پر مهال هیڅ نه وړاندې کوي بلکې پخپله حکومت د اولس پر اوږو بوج وي، حکومت په ګدایي ترلاسه کړې پیسې یوځې د افرادو په کش او فش، بهرنیو سفرونو او خرمستیو لګوي پانګې په مرمۍ ضد ګرانبیه موټرو لګوي خو د دغسې بېړنیو حالاتو لپاره بیا لازم وسایل نه لري.
د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړې چې په راتلونکې کې به هم د هېواد په نورو سیمو کې نور بارانونه هم وشي چې د مزید سېلابونو د راوتلو احتمال یې زیات کړی حال دا چې حکومت یواځې د سولې د روان بهیر د شنډولو په هڅو بوخت دی او ځینې د خپلو امتیازاتو او مقامونو د ساتنې په چارو کې په منډو ترړو بوخت دي.
ولسمشر سر له اوسه ولسوالان ګواښلي چې له دندو به یې لرې کړي، چې دا یې د راتلونکیو انتخاباتو لپاره د انتخاباتي کمپاین یوه برخه ده.
که حکومت په بد حالت کې د خپلو خلکو غم ونکړي نو پر جګړو، بې کوریو او دربدریو سربېره به دا ملت سبا په یوه بل هېواد شموله ناورین په درشل وردننه کړي.
















