بمبارونه، وحشتونه او مذاکرات!!!

ليکوال: غورځنګ

له تېرو نهو مياشتو راهيسې امريکايانو او د دوی ناټو اتحاديانو درک کړې چې د افغانستان لاينحله مسئله د جنګ او جګړو له لارې نه حل ځکه يې نو د سولې او مذاکراتو لار غوره کړه، چې په همدې ترتيب يې د زلمي خليلزاد په مشرۍ د مذاکراتو يو پلاوی نېغ په نېغه له طالب سره د کېناستلو لپاره راولېږه، همداشان طالبانو هم د دغه پلاوي هرکلی وکړ او دا هيله يې څرګنده کړه چې ګواکې دوی هم د افغانستان د مسئلې حل له سوله ييزې لارې غواړي او ژمن دي چې افغانستان ته د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې سوله راولي.

خو بل خوا بيا له کومه وخته چې مذاکرات پيل شوي دي ورسره په څنګ کې امریکايي ځواکونو د خپلو داخلي ملګرو په مرسته او پوره همکارۍ په ملکي افغانانو خپلې شپنۍ چاپې پيل کړي دي او په ډېر بې درېغه شکل يې د ملکي افغانانو پر حريمونو بريدونه، د هغوی وژل، بنديانول، ان تر دې چې د ښځو او ماشومانو وژل يې هم پيل کړي دي.

دا چاپې او شپني بريدونه که څه هم پر افغانستان باندې د امریکا د يرغل له پيل سره سم پيل شوي دي خو زور يې د مذاکراتو له پيل سره سم موندلی دی، مګر هغه وخت کله چې د امريکا او طالبانو تر منځ پنځمه ناسته پيل شوه او طالب د امریکايي ځواکونو په وتلو باندې ټينګار وکړ نو له هغه وخته بيا د دوی وحشتونو نوره تېزي هم وموندله او د ملکي وګړو د وژلو په ترڅ کې يې د افغانانو مقدسات (مسجد او مدرسه) هم پرېنښودل. او بې درېغه بمبارونه يې پرې پيل کړل.

نو امریکا چې یو خوا يې له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي او له بله پلوه يې بيا پر افغانانو باندې سختې بمبارۍ او وحشتونه هم پيل کړي دي، نو له دې څخه دا نتيجه اخیستل کېږي:

۱ـ لومړی خو دا چې د امريکا نړيوال شهرت او نړيواله بهادري په افغانستان کې دړې وړې شوه او په کوم شکل او غرور چې اسلامي ممالکو ته راغلي وو په هغه شکل پاتې نه دی.

۲ـ دويم دا چې امریکا د افغانستان په جګړه باندې تقريباً ۵۰ ميليارده ډالر لګوي چې دا مصرف امریکا ته په دې وروستيو کې ډېر دروند تمام شوی دی او نور نو نه غواړي چې په دې بې پايانه، بې فائدې او اوږده جګړه کې دومره مصارف تر سره کړي په داسې حال کې چې جګړه هم ورځ تر بلې د امریکايانو په زيان او تاوان تمامېږي.

۳ــ له امريکا سره د ناټو د تړون او اتحاديې په نوم چې کوم ملګري او دوستان راغلي دي هغه هم نور دې نتيجې ته رسېدلي دي چې د امريکا حقيقي نيت او اهداف ورته معلوم شول. او نور نو ناټويان په امریکا باندې د پخوا په څېر خوشباوره نه دي، بلکې نوموړی تړون نور د پاشل کېدو په طرف روان دی.

۴ــ همداشان د امريکا ولس هم نور په دې پوهېدلی چې په افغانستان کې جګړه نوره دې حد ته رسېدلې چې د امريکايانو په ماته باندې بدله شي او ماتې وخوري. نو ځکه اوس غرب او امريکا غواړي چې ځان ته معمولي بهانه او د وتلو لار غوره کړي.

خو د دې تر څنګ چې امریکايان له افغانستان څخه خپل عسکر او نظاميان وباسي نو د خپلو وژل شويو عسکرو غچ اخلي، نو د همدې لپاره يې په دومره بې درېغه او ناترسه ډول عام ولس بمباروي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button