(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۳)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی چې له دې وروسته به د بوينګ ۷۳۷مکس ډوله الوتکو پروازونه بند وي.
څو ورځې مخکې په ايتوپيا هېواد کې ۷۳۷ ډوله الوتکه نسکوره شوه چې پکې ۱۵۷ کسان ووژل شول، دغه راز په اکتوبر مياشت کې هم ورته ډول الوتکه نسکوره شوې وه چې له کبله يې ۱۸۹ کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ.
تر دې مخکې په ځينو هېوادونو کې پر ۷۳۷ډوله الوتکو بنديز لګېدلی و خو د ولسمشر ټرمپ ادارې ويلي چې د يادو دواړو پيښو وروسته يې پريکړه کړې چې ورته ډول الوتکې نور الوت ونه کړي.


















