(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۳)
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت کلنی خپور شوی چې پکې طالبان، داعش وسله وال او دولتي ځواکونه د بشري حقونو ناقضوونکي بلل شوي چې طالبانو د ياد وزارت دغه ادعا ته غبرګون ښودلی دی.
په راپور کې راغلي، چې طالبانو خپلسرې محکمې کړي، خلک يې زورولي او د دولتي مامورينو تر څنګ پر بهرنيانو يې هم بريدونه کړي دي.
راپور زياتوي، چې د افغان حکومت امنیتي ځواکونو له محاکمې پرته خلک وژلي، بنديان يې شکنجه کړي او په قصدي ډول يې په پټو زندانونو کې ساتلي دي.
خو طالبانو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپور کړی راپور له واقعيت ليرې بللی په وينا يې تر ټولو زياته د بشري حقونو ماتوونکې خپله امریکا ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، امريکا اشغالګر هيواد دی چې په بشري جنایاتو کې مخامخ لاس لري په وينا يې خپله امريکایانو اعتراف کړی چې تير کال يې اووه زره بمونه پر افغان خاوره ورولي (چې اکثره قربانیان يې اولسي خلک، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان دي).
اعلاميه کې راغلي، امريکايي عسکرو له تيرو اتلس کلونو راهيسې د افغانستان خاوره اشغال کړې، په بمبارونو، چاپو، عملياتو کې يې تر دوده لکه ډير افغانان په شهادت رسولي، کورونه يې ویجاړ کړي په وينا يې امریکا د دې پرځای چې نوروته د بشر د حقوقو د ساتنې سپارښتنې کوي، باید پخپله د خپلو جنایتکارو جنرالانو لاس ونیسي زياتوي که د امریکايي عسکرو کړنو ته وکتل شي نو (ثابتوي چې امریکا د بشر د حقوقو د ناقضینو دلست په سر کې قرار لري).















