آیا طالبان به له کابل حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي؟

لیکوال : امین وردګ

دا چې تر دمګړۍ خو طالبان له کابل حکومت سره (د سولې په اړه) له خبرو او ناستو څخه په کلکه ډډه کوي،  خو دا په دې مانا نه ده چې ګواکي دوی به بلکل د کابل حکومت له هېڅ غړي سره خبرې ونکړي ؛ بلکې ورسره و به یې کړي ؛ خو په کوم بل رنګ!

طالبان د خبرو پر ځای او ارزښت ډېر ښه پوهیږي ځکه خو  نه غواړي چې بې ځایه وخت ضائع کړي او په دغه واقعت اوس زیاتره پوهان هم اعتراف کوي.

وایي:  یوې کوچي کېږدۍ ته کوم چا ناره ور کړې وه چې:  ها کېږدۍ والاوو !  کاله کې مو سړي شته؟ بیا وايي له لږ ځنډ وروسته د کېږدۍ پېڅول پورته شو او یوې سپينسرې کوچۍ سر ترې را و ایست؛  مېلمه ته یې وويل: څرنګه سړي غواړې؟ وا وروره!

مېلمه حیران شو چې په سړیو کې هم لکچې اوس ډولونه را پیدا شوي ؟

بیا کوچۍ ورته وویل:  موږ دوه ډوله سړي لرو!  یو خو ((حیا دې وي! )) د ښځو د لنګوال سړي دي او بل د خبرو!  نو ته اوس څرنګه سړي غواړې؟

مېلمه ایله بیله پوه شو او د سړیو ډولونه یې له سپینسرې کوچۍ ترور څخه زده کړل؛  ځکه خو یې ورته وویل:  ترورې !  زما د خبرو سړي پکار دي – د خبرو.

کوچۍ خپل شپانه زوی ته نارې کړې چې:  وا زویه! ورشه او مېلمه کاله ته راوله، خو تر څو دې چې پلار نه وي راغلی (د ده د موضع په هکله) خبرې مه ورسره کوه، یوازې چای او مړۍ ورکړه ؛  که کومه ساده پوښتنه یې کوله، سم ځواب ورکوه.

نو اوس هم همغه د کوچۍ ترور خبره ده!  طالبان غواړي چې له داسې چا سره خبرې وکړي چې ځای ونیسي؛  ځکه خو باید لومړی له امریکایانو سره موافقه وکړي،  وروسته به د کابل حکومت له غړو سره خبرې کوي؛  هغه به هم په غیر رسمي توګه وي،  یا به خبرې د امریکایانو د شتون په صورت کې ورسره کوي چې هغوی (آمریکایان) یې تضمین وکړي ؛  مانا دا چې: خبرې به د دولت له آدرس څخه نه ورسره کیږي، بلکې له امریکایانو سره تر موافقې وروسته به کېدای شي طالبان له ټولو افغانانو او نړيوالو څخه وغواړي چې؛  د دوی د خبرو مقابل لوری به ((د دولت یا حکومت)) په نوم نه، بلکې د یوه سیاسي حریف په توګه د خبرو مېز ته کښېني.

که چېرې طالبان د افغان حکومت په نوم له کوم چا سره خبرې پیل کړې ؛ نو دا به د دوی تر ټولو ستره سیاسي تېروتنه وي.

دوی چې د امریکا په څېر سرکښ ښامار تر دې پورې رام کړ چې ؛ خپل سیاسي دفتر ته یې را کش او خپلې موخې يې پرې ومنلې؛ دا یوازې د همدغه روښان دريځ برکت ؤ چې دوی (په سر کې) پرته له امریکایانو څخه له بل هېچا سره خبرې پیل نه کړې.

نو که چېرې دوی یوازې دومره قدر هم وویل چې ((موږ د افغانستان له دولت سره خبرو ته چمتو یو)) نو اوسنی قوي او هیښوونکی موقف به یې لومړی ټپي او ورپسې به په ابدي خوب ویده شي.

طالبان به کېدای شي چې (له امریکا سره تر جوړښت وروسته) یو لوی مجلس جوړ کړي، چې  په هغه کې به د افغانستان شیوخ کرام،  پرنفوذه علمي اشخاص او د ټولو قامونو ريښتيني مشران ((نه د نمایشي شوراګانې ټېکه داران)) ګډون وکړي او دا هم مکننه ده چې؛  طالبان به د افغان ښځو له ګډون څخه په کلکه ډډه وکړي؛  ځکه چې:  هغه محفل ته به بیا مېړونه ورځي؛ چې د ښځو حقوق به ښه په نریې غوښتلای شي!

ښځو ته پکار ده چې یوازې په هغو ځایونو کې خپل غږ پورته کړي؛  چېرته چې ((له ښځو پرته)) څوک نه ترسترګو کيږي، مانا دا چې هلته مېړونه نه وي؛  مګر مېړني نارینه خو کولای شي چې؛ د خپلو ښځو حقوق ترلاسه کړي.

اوس پوه شوی! چې د ښځو او نارینه وو ګډ مجلس څه مانا لري؟

خو نه! ښځې باید تشویش و نکړي!

د هغوی حقوق به ارو مرو ورکول کيږي ان شاءالله ،  خو که چېرې په مجلس کې د ګډون اسرار کوي؛  نو پرته له زیان څخه (چې تر ټولو به ډېرې همدوی وځپي) بله هېڅ ګټه نه کوي.

که دوی د مافیاوو لوډسپېکرې شوې نو نه یوازې دا چې د سولې مخه به ډپ کړي؛  بلکې هغه خپل د عزت مقام به هم له لاسه ورکړي ((چې په اسلامي سوله کې نغښتی)) ځکه چې له امریکایانو سره تر موافقې وروسته به د طالبانو په وړاندې هېڅ انساني قوت د هغوی مخه ډپ نکړای شي او هغوی به خامخا د ټول افغانستان واګې په لاس کې اخلي.

نو زما غوښتنه دا ده چې؛  هرڅوک باید دا زرین فرصت غنیمت وګڼي،  د روانې سولې په وړاندې د بندونو جوړولو پر ځای دې،  له دې مجروحې قافلې سره یو ځای شي.

زما یقین دی چې طالبان به له هېچا څخه کسات وانخلي؛  مګر!  که یې څوک مخې ته ورغلل؛  نو فکر نه کوم چې ښه ورځ به یې نصیب شي او که د سولې مخه چا بنده نکړه؛  نو کېدای شي چې افغانستان به د ریښتیني پرمختګ په لور ګړندي ګامونه واخلي ان شاءالله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button