فیسبوک د نیوزیلنډ پېښې یو نیم ملیون ویډیوګانې حذف کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۷ل):

د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک اعلان کړی چې دوی په نیوزیلنډ کې د ترهګرې پېښې اړوند په ژوندۍ بڼه خپرې شوې د یو نیم ملیون څخه زیاتې ویډیوګانې حذف کړي دي.

د مارچ میاشتې په پنځلسمه نېټه د نیوزیلنډ په کرایست چرچ ښار کې پر دوه مسجدونو ترهګریز برید ترسره شو چې له کبله یې تر ۵۰ زیاتو مسلمانانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

برید کونکي ترهګر ددغې پېښې بوږنونکې ویډیويي صحنه په ژوندۍ بڼه خپره کړه چې مخامخ یې پر لمونځ کونکو ډزې کولې، دغه ویډیو په څو ثانیو کې په ملیونونو کسانو ته ورسیده.

فیسبوک په خپل کړي اعلان کې ویلي چې دوی په ۲۴ ساعتونو کې فیسبوک ته ددغې ویډیو خیژولو یا اپلوډولو پرمهال تر ۱۲ سوه زرو او همدغه ډول ترهګریزې ویډیوګانې په ستره شمېره له فیسبوک څخه حذف کړي، ددې لپاره فیسبوک له یوې ځانګړې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button