نیويارک ټايمز: سعودي وليعهد د خپلو مخالفينو ځپلو لپاره پټ عملياتي پلانونه په کار اچولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل):
نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د خپلو سياسي مخالفينو د ځپلو لپاره پټ عملياتي پلانونه په کار اچولي دي.
نيويارک ټايمز ادعا کړې، چې هغو اسنادو ته يې لاس رسی موندلی، د کومو له لارې بن سلمان خپلو پټو ځانګړو وسله والو ته د هغه د مخالفينو د ترور کولو، بندي کولو او تښتولو امر کړی دی.
د ورځپاڼې په وينا سعودي حکومت دا ډله د چټک غبرګون ګروپ نومولی دی.
نيويارک ټايمز د سعودي شاهي ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي، چې تېر کال اکتوبر کې د ترکيې استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د واشنګټن پوسټ سعودي خبريال جمال خاشقجي قتل هم د دغې ځانګړې وژونکې ډلې په لاس وژل شوی دی او دغه ګام يې د بن سلمان د مخالفينو د اواز ځپلو يوه هڅه بللې وه.
د جمال خاشقجي د قتل له امله سعودي حکومت په سيمه ييزه او نړیواله کچه له سختو نيوکو او فشارونو سره مخ دی او امريکايي سناتورانو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د خاشقجي د قاتلانو پر ضد رښتيني ګامونه پورته کړي، خو ټرمپ نه يوازې دا، چې د هغه د قاتلانو پر ضد کوم ګام پورته نه کړپورته، بلکې د هغوی د ژغورنې او دفاع هڅې کوي.
امريکايي رسنۍ وايي، چې د استخباراتي ادارو چارواکو امريکايي سناتورانو ته په خپل تازه راپور کې ويلي، چې دوی دې پايلې ته رسېدلي، چې سعودي وليعهد د خاشقجي په قتل کې شريک دی، خو سعودي دا تورونه رد کړي دي.
د نيويارک ټايمز په راپور کې دا هم راغلي، چې د بن سلمان له لوري ګومارل شوې ډلې تېر کال جون مياشت کې د سړيو سربېره يو شمېر ښځې هم زنداني کړي، هغوی يې شکنجه کړي، ذهني کړاوونه يې ورکړي او دا خلک په خپلو چارو کې دومره بوخت وو، چې د وليعهد له سلاکار څخه يې غوښتي وو، چې دوی ته دې د لوی اختر د رخصتيانو نه کولو له امله ځانګړی انعامونه ورکړل شي.
سعودي حکومت د دغه ډول وژونکې ډلې د جوړېدو پخلی يا رد نه دی کړی
نيويارک ټايمز ادعا کړې، چې د دغه ګروپ ټول واکونه له وليعهد محمد بن سلمان سره دي او د استخباراتو لوړپوړی مشر سعودی القحطاني د دې ډلې مشري کوي.



