د بیان آزادي یعنې څه؟

لیکوال:  امین وردګ

نن بشري وقار او عظمت ته تر ټولو ستر ګواښ همدا د ((بیان آزادۍ)) په نوم ډنډوره ده او همدغې بدمرغې شیطاني طرحې موږ ټول!  له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو.

له حضرت آدم څخه تر دې دمه، په هېڅ آسماني او ځمکني قانون کې د بیان لپاره حدود نه دي سلب شوي! مانا دا چې:  په هر قانون کې د بیان لپاره معین مېتود په نظر کې نیول شوی دی او هېچاته، په هېڅ قانون کې دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې هر څه یې زړه وغواړي،  هغه دې ووایي؛ بلکې بیان باید د حقائقو له معیارونو سره برابر وي.

داسې څوک شته چې ماته په کوم قانون کې د بیان دا ډول آزادي را وښيي؛ لکه چې نن یې غربیان په اسلامي ټولنو ور تحمیلوي؟

راځئ چې ټول په ګډه را پاڅيږو او د دغې زهرجنې ډرامې مخه ونیسو،  نور نو د مافیاوو کرغېړنو سیاستونو ته دا اجازه ورنکړو چې؛ د دغې قیمتي جملې ((د بیان آزادي)) کاروونه د هر چا په خوله او په هر ځای کې وکړي.

دا څنګه د بیان آزادي ده چې د یوه سړيخواره مستبدد قوت او ځواک په وړاندې د هغوی وحشت او د ځان مظلومیت بیانول جرم پکې شمېرل کيږي ؛  خو که کومه بدلمنې ښځه،  په کوم چا تورې منګلې پورې کړي ؛  هغه بیا د بیان آزادي شي.

په پارلمان کې چې بوټونه سره واريږي، سرونه او چپلقې سره جنګيږي او یو د بل ګرېوانونه څيرل کيږي بیا نو د هغې صحنې انځورونه هم رسنۍ ښه په جرئت سره خپروي ؛ وايي دا د بیان آزادي ده.

د علماوو په لمنو داغونه د بیان آزادي ده.

د امراوو سپک یادول،  د هغوی تقبه او توهین د بیان آزادي ده.

ښځې په مجلسونو کې داسې الفاظ کاروي؛  چې سړی پرې وشرمیږي،  وایي دا د بیان آزادي ده.

په مقدساتو باندې بې شرمانه حملې د بیان آزادي ده.

د اسلام د ستر پیغمبر په حق کې ګستاخي د بیان آزادي بلل کیږي، مګر که چا په کوم ممبر دا آیة کریمه ولوست چې ((وقاتلو وقتلو في سبیل الله)) او یا ووايي چې ((ومن یتولهم منکم فانه منهم)) نو دا او دغو ته ورته… قرآني آیاتونه لوستل بیا جرم او ویونکي ته یې دهشتګر وویل شي.

که کوم لیکوال (د خپل وجدان له مخې) داسې کوم څه ولیکل؛  چې په هغو کې د دوی عیبونه لوڅېدل او خلکو ته یې اصلي څهرې بربنډېدلې، نو هغو ته مجرم وايي او  د پردیو اجنټ یې بولي.

عجیبه د بیان آزادي ده والله !

امریکا او متحدين یې په ټوله نړۍ کې( تر خپلې وسې)  پوره کوښښ کوي چې خپلو مخالفینو ته دومره وخت هم ور نکړي چې د کومې راډیو يا تلویزیون له لارې خلکو ته خپل شعار او پیغام و رسوي؛ که د مخالف لوري کوم رسنیز مرکز کشف کړي،  سم له لاسه برید پرې کوي او له منځه یې وړي؛ مګر د خپل ځان لپاره یې هر ډول مزخرفات لکه دروغ، بداخلاقه ويډیوګانې شهوت پاروونکې موسیقۍ او لوڅ انځورونه روا کړي دي او د بیان آزادي یې بولي.

د نړۍ نږدې ۹۰% سلنه میډیا د دوی د لاس آله ده اوس کوښښ کوي چې دا پاتې ۱۰% هم تر خپل اثر لاندې کړي تر څو د دوی وحشتونه پوره ۱۰۰% پټ شي.

نړیوال سړيخواره غواړي چې تر دغه نامه (د بیا آزادي) لاندې هر رنګه رسوایۍ وکړي ځکه خو یې د هدغه حرکت توغ د ځینو ناپوهو او بداخلاقو ښځو په لاس ورکړی او د هغوی تر پوړنیو لاندې خپلې منحوثې څهرې پټوي.

دوی د رسنیو له لارې (د ډالرو په زور) خپل زهر پاشي او د خبریالانو په جامه کې خپلو چینجنو اهدافو ته ځانونه رسوي.

که کوم قوت مردانه جګړه کوي نو لومړی باید د خپل حریف متقابل ځواک،  موقف او وسله په نظر کې ونیسي او بیا د جګړې ډګر ته ور ووزي؛ مګر نن امریکایانو دومره نامرده جګړه پیل کړې؛  چې وسلې او ځواک خو به پر ځای پرېږدو…! آن حریف یې د یوه راډیو اسټیشن حق هم نه لري،  مګر دوی ټوله میډیا ګونډه کړې.

نولنډه یې دا: هر هغه بیان او حرکت چې د امریکا او ملګرو یې شخصي ګټو ته زیان رسوي هغه جرم او دهشت دی؛  مګر هغه چې د دوی مادي ګټې پياوړې کوي هغو ته د بیان آزادي وايي.

اوس پوه شوی چې ((د بیا آزادي)) یعنې څه؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button