ولسشمر غني؛ کابل کې دې له نامسؤوله وسله والو وسلې ټولې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۸)

د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته امر کړی چې په کابل کې له غير مسؤوله وسله والو وسلې ټولې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني په متحده اماراتو کې افغان سوداګر د امنيت له پلوه ډاډمن کړي او په کابل کې د نامسؤوله وسله والو څخه د وسلو ټولولو ته يې درې مياشتې ضرب الاجل ټاکلی دی.

څه موده مخکې د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي و چې په کابل کې پنځلس سوه وسله وال کسان د کابل امنيت ګواښي چې د شل تنو افغان دولتي او نا دولتي مشرانو له خوا يې حمايت کيږي.

نوموړي ويلي و چې یاد کسان اته ويشت زره ناقانونه وسلې لري او کابل کې ښار کې په انسان تښتونو، غلاوو او نورو جرمونو کې ښکيل دي.

څو ورځې مخکې په کابل کې د يوه صراف کوچنۍ لور د انسان تښتوونکو له لوري لومړي اختطاف شوه او وروسته ووژل شوه چې ورسره سم په کابل کې صرافانو کاربنديز اعلان کړ، ګواښ يې وکړ که امنيت يې خوندي نه شي دوی به خپلې پانګې له هيواده اوباسي.

که څه هم څو ورځې مخکې د کورنيو چارو وزارت د وسلې لرلو ټول جوازونه لغوه اعلان کړي خو لا هم په کابل او نورو ښارونو کې سلګونه غير مسؤوله وسله وال له وسلو سره په ښارنو کې تګ راتګ کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button